The news is by your side.

جلال اباد ښارکې د داعش ډلې له یو پټنځای نه وسلې ترلاسه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار د ملي امنیت ریاست چارواکو نن د یوې خبرې ناستې پرمهال وویلې، چې دوی د داعش وسله والو له یو پټنځای څخه مهمات تر لاسه کړي او هغه ځای یې له منځه وړی دی.

د دې کنفرانس پرمهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د ملي امنیت ځواکونو د جلال ابادښار اوومې ناحیې د غوچکو په سیمه کې د داعشیانو پر یو پټنځای عملیات ترسره کړل چې په خبره یې ترې درنه او سپکه وسله یې ترلاسه کړې ده.

والي زیاته کړه په ترلاسه شویو وسلو کې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه واسکټونه۶۱ په لاس جوړ شوي چسپکي او د وسایطو ضد ماینونه، شل کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې ۱۳۳ مبایلونه ، د مبایلو بټرۍ، چارجرې او سیمکارتونه، شل ریموټ کنټرول او کنډکسرې،۱۶ دانې د انتحاري واسکټونو صدفونه  ۵ کیلو ګرامه مقناطیس،هندې ریکشا، بېرغ او نور توکې تر لاسه شول.

والي میاخیل دغه راز د دې کفرانس پرمهال زیاته کړه، چې دغه راز د ملي امنیت ځواکونو له هڅو وروسته له حکومت سره ۲۲ وسله وال طالبان هم یوځای شول او له جګړې یې لاس واخسیت.

هغه وویلې، چې د یاد شمیر طالبانو ترڅنګ ملي امنیت ته ۸ داعش وسله وال هم تسلیم شوي دي.

د داعش وسله والو د له منځه وړل شوي پټنځای په تور څوک نه دي نیول شوي خو د چارواکو په خبره داعشیانو هغه پلان یې شنډ کړ،چې غوښتل یې په جلال اباد ښار کې یو ځل بیا تخریبي او تروریستي کړنې ترسره کړي .

والي شاه محمود میاخیل زیاته کړه چې یاد شمیر دولت ضد وسله والو له دې وړاندې په خوږیاڼو، شیرزاد،چپرهار،بتي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کو.

په ورته مهال د قاسمي په نوم سولې بهیر سره یو خای شوی وسله وال طالب وایي، شاوخوا ۱۳ کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لیکو کې یې فعالیت درلود.

نوموړی وایي:  ((کله چې طالبانو په قطر کې د امریکا سره تړون وکړ،وپوهیده چې مخکې او تر دې وروسته جګړه یواځې افغان وژنه ده او په ټولو طالبانو یې غږ وکړ چې له دې ورور وژنې څخه لاس واخلي.))

په ورته مهال عظیم جان هم نږدې ۱۶ کاله د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت درلود او اوس افغان حکومت ته تسلیم شوی.

هغه وایي: ((د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ثابته کړه چې د افغانانو ترمنځ جګړه جهاد ندی او یواځې افغان وژنه ده، موږ پاکستان غولولي وو او اوس پوه شو.))

ننګرهار چې یو وخت د داعش مرکز یادیده اوسمهال چارواکي وایي په کې نسبي امنیت راغلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.