The news is by your side.

پاکستان اوس هم ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی

خبریال وېب پاڼه / د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه تازه خپل کلنی راپور کې ویلي ، چې پاکستان د ۲۰۱۹ کال پرمهال د افغان طالبانو، حقاني شبکې او لشکر طیبه په ګډون هغو ترهګرو ډلو ته خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې چې پر سیمه تمرکز لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې رپوټ کې ټېنګار شوی، چې په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان ځینو مدرسو کې لا هم توندلاري تدریس کېدله.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه تازه خپل کلنی راپور کې ځینو هغو ګامونو ته هم اشاره کړې، چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د ځینو ډلو د مالي سرچینو د له منځه وړلو برخه کې اخستې دي.

په رپوټ کې لیکل شوي دوه کاله وړاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو پر کاروان له برید وروسته پاکستان د ځینو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو بندولو او مهارولو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړل خو امریکا دا ګامونه کافي نه بولي او له پاکستانه یې غوښتي، چې د هغو وسلوالو پرضد پرېکنده ګامونه پورته کړي، چې افغانستان او هند کې بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې شویو بریدونو ته اشاره کړې او زیاتوي چې تېر کال دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان ډلو ترهګریز بریدونه کړي، خو دا بریدونه تر ۲۰۱۸ کال کم بلل شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې راپورهرکلی کوي چې ويلي یې دي، افغانستان د نړیوال ایتلاف یوازینی غړی هیواد دی، چې داعش یې په مرکزي او جنوبي اسیا کې مات کړی دی.

رپوټ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سېمې د داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو ترهګرو ډلو د خوندي پټنځیو په توګه یادې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې په ځانګړې توګه د کابل او جلا اباد ښارونو بریدونو ته اشاره شوې او ویل شوي، چې په تیر میلادي کال کې طالبانو او حقاني شبکې بریدونه ډېر کړي او داعش خراسان ډلې هم پر ولسي وګړو، په ځانګړې توګه پر مذهبي لږکیو بریدونه روان ساتلي دي.

امریکا د داعش ډلې ضد نړیوال ایتلاف غړو په ډله کې افغانستان د داسې یوازیني هېواد په توګه یاد کړی چې په سویلي او منځنۍ اسیا کې یې دا ډله ماته کړې ده.

افغان حکومت هم د دې پریکړې هرکلی کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.