The news is by your side.

افغان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې دویم پپاوړی ځواک دی

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بحثونه ګرم شوي دي خو په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو تلفات په بې سارې توګه لوړ شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټېډ په نوم د امریکا له یوه بنسټ سره په وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه دویمه درجه پیاوړي ځواکونه دي او په وینا یې د خپل هوایي ځواک په مرسته خپل امنیت ښه ساتلی شو.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې ده د راتلونکي کال تر نیمایي پورې امریکایي خواکونه له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي.

په ورته وخت کې له امریکایي لوري سره د طالبانو د سولې د هوکړه لیک برعکس په افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې د وسله والو طالبانو بریدونه په بې سارې توګه زیات شوي دي چې هره ورځ ګڼو امنیتي سرتېرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي.

ټاکل شوې وه چې له امریکا سره د سولې له تړون وروسته به طالبان د تاوتریخوالي کچه ټیټوي خو برعکس دغې وسله والې ډلې خپل بریدونه او تاوتریخوالی زیات کړی دی. په دې وروستیو کې یې هدفي وژنې هم زیاتې کړې دي او تر اوسه یې ګڼ شمېر دیني عالمان، قومي مخور او د ټول هغه د نظر خاوندان چې د پاکستان ضد دریځ لري، په نښه کړي دي.

ولسمشر غني ویلي، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه هیڅ ملاحظه نه لرو او په وینا یې افغان ځانګړي ځواکونه اوس په سیمه کې دویمه درجه ځواک بلل کېږي او افغان هوايي ځواکونه هم درې چنده پراخه شوي دي چې دوی ټول د خپل هېواد امنیت په ښه توګه نیولی شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی دی چې امریکا که له افغانستان څخه وځي، نو باید د خپل امنیت په هکله هم غور وکړي ځکه په وینا یې له افغانستان څخه په نا ببره توګه وتل به هم ښایي دوی ته لوړه بیه پرې کړي. ښاغلي غني د طالبانو په هکله هم ویلي دي چې دغه وسله واله ډله د افغانستان یوه برخه ده او په وینا یې اوس د دې اړتیا ده چې خبرې ورسره وشي او د هېواد جوړولو ته یې ګډ دریځ ته را وبولي.

ولسمشر همدا راز هیله ښودلې چې د بندیانو د تبادلې د بهیر په بشپړېدو سره به بین الافغاني مذاکرات هم پيل شي، خو زیاتوي د تاوتریخوالي له کموالي سره سره لا هم د طالبانو لخوا بریدونو کې تلفات زیات دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.