The news is by your side.

واشنکټن پوسټ – له ۶۰ تر ۹۰ فیصده افغان عسکر ‌کرونا نیولي‌

خبریال وېب پاڼه – د واشینګټن پوست ورځپاڼې د راپور له مخې چې د څلورو ولایتونو د لوړپوړو چارواکو له قوله یې لیکلي ویلی چې ښايي افغان امنیتي ځواکونو کې له ۶۰ تر ۹۰سلنه سرتیري په کویډ۱۹ ناروغۍ ککړ وي.
که څه هم لوړ پوړي‌ امنیتي چارواکي د دغه ناروغۍ له کبله د لږ شمیر ځواکونو د مړیني خبره هم کوي؛ خو وایی چي په کورونا د ککړو کسانو د ازموینې مرکز او ماشني الې نلري،‌ او نه هم په دې برخه کې وړتیاموجوده ده
همدا سبب دی چې ډیری امنیتي ځواکونه د اونیو لپاره ګوښه کیدو ته اړ شوي‌ دي.
د کورنا ناروغۍ له کبله د ځواکونو کموالی په داسې حال کې رامنځته کیږي چي دا هیواد دطالبانو د تاوتریخوالي او امریکا تر سخت فشار لاندې دی چې افغان حکومت او طالبان ژر تر ژره د سولې په تړاو مخامخ خبرو ته سره کښیني.
د واشینګټن پوست په راپور کې راغلي چي‌ په افغانستان کې د۳۷.۶٪ مېلیونه نفوس څخه صفر اشاریه ۲٪ خلکو د کورنا ناروغۍ ازموینه اخیستل شوې چې دا ډیره کمه سلنه ده.
تر تیرې سه شنبې ورځې پورې ۶۴،۹۰۰ کسانو ازموینه اخستل شوې چې تر دا مهاله ۳۰،۰۰۰ کسان په دغه هیواد کې پر کورنا ناروغۍ اخته شوي او د نیږدې ۶۰۰ کسانو د مړیني خبره تاید شوي ده.
د عامې روغتیا وزارت په خبره چې ښایی تر راتلونکې میاشتې شاوخوا یو میلیون انسان په دغه ناروغۍ اخته شي او د مړو شمېر تر سل زره اټکل شوی دی.
د خبریال وېب پاڼې همکار د واشنګټن پوسټ په حواله لیکي‌ چې که  څه هم افغان حکومت په امنیتي ځواکونه کې د کورونا وایروس د پېښو په تړاو له معلوماتو ورکولو ډډه کويد.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویان دا مني چي په امنیتي ځواکونو کی کورنا ناروغۍ پېښې شته او د ناروغۍ د خوریدو ویره هم موجوده ده نو ځکه یی ماسکونه او لاس غوندي لازمي کړي دي او طبي وسایل يې په هیواد کي پر امنیتي ځواکونو ویشلي دي.
که له یوې خوا په دې وروستیو میاشتو کې امریکایانو له طالبانو سره د سولې د تړون د یوې برخې پر اساس زرګونه سرتیري ایستلي دي، بل لوری یې د کورنا له ویرې له افغان امنیتي ځواکنو سره له ګډو ځمکنیو عملیاتو څخه هم نټه کړې او د افغان سرتیرو روزنه یې درولولې ده او د بیسونو تر منځ په تګ راتګ کې محدودیت لګول شوی دی.
‌رپوټ لیکلي چي د ملي اردو یو شمير اډو ته د کورونا ناروغۍ د ازموینې الې او روغتیایی درمل هم ندي ورکړل شوي.
د مرکزي افغانستان د ملي اردو په یوه اډه کې میشت یوه افغان ډګروال ویلی (( دفاع وزارت موږ ته هیڅ ندي راکړي،هیچا له موږ سره مرسته ونکړه حتی موږ ته هیچا د دغه ناروغۍ لپاره یو ساده درمل هم رانکړل))
د قومندان په خبره د ده تر قوماندې لاندې نیږدې ټول سرتیري تیره میاشتې په یوه وخت د کورنا ناروغۍ نښې در لودې، دی وایی چې له دوی سره پرته د ډېری سر تیرو له قرنطین کولو پرته بله لار نشته.
دغه قومندان او نورو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط له واشنګټن پوست سره خبرې کړي ځکه دوی د رسنیو سره د خبرو کولو حق نلري.
‌ د خبریال وېب پاڼې همکار د واشنګټن پوسټ په حواله لیکي‌ چې په رپوټ کې بیا د افغانستان په تړاو یوې څیړنې ته اشاره شوې چې هلته ویل شوي وو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کورنا وایروس احتمالي پېښې کیدای شی د جګړې ظرفیت او مورال باندې اغیز وکړي،‌ چي ښایی په دې سره طالبان پیاوړي شي.
رپوټ کاږي چې کیدای شي دغه ناورغي په طالب جنګیالیو کې هم ګډه شوي وي چې ممکن ددوي مخه ونه نیسي؛ خو که له تاکتیک څخه ګټه پورته شي هغه د مخامخ خبرو بهیر پیاوړي کول دي.
په راپور کې لیکل شوي ‌چی دغه ناروغي یواځې په ټیټه کچه عسکرو کې نده ګډه شوې ‌بلکې د کندوز امنیه قومندان، په بلخ کې د یوې ولسوالۍ د پولیسو قومندان او په کابل کې لوړ پوړي افسر په ګډون نور لوړ پوړي چارواکي‌ یې هم دغه ناروغۍ وژلي‌ دي.
واشنګټن پوست د ملګرو ملتونو هغه رپوټ ته هم اشاره کړې چې پکې راغلي و افغانستان به د نړۍ په کچه د کورونا ناورغۍ ډيره قرباني ورکړي.
یادې ورځپانې د ضیاء حسینی په نوم له یوه داسې قبرکن چې د تیرو دو کلونو راهیسی د کابل په یوه هدیره کې په کار بوخت دی مرکه کړې چې پکې ویل شوي چې پخوا به له ۵ تر ۸ کسانو هدرې ته راوړل کیدل چې اوس دغه شمیر له ۲۰ تر ۴۰ رسیدلی، ‌د قبرکن له خولي ویل شوي چې ېواځې د خونړیو ځانمرګو بریدونو پر مهال مرګونه زیات وي.
همدارنګه د حسیني ملګری علی جعفر یوه بل کارکونکي هم ویلی چی که څه هم خلک د خپلو مړو د مړیني دلیل پټوي خو د ده په باور چې ډیری یې د کورونا ناروغۍ له کبله مړه کیږي.‌
د جعفر په وینا چې حکومت د کورنا ناروغۍ د مړو شمیر پټوي ځکه چې له خلکو سره ویره پیدا کیږي؛ خو زه ویلی شم .چې زه دلته کار کوم او مړینه خورا زیاته ده

د واشنکټن پوسټ د راپور انګریزي متن دلته لوستلای شئ 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.