The news is by your side.

جولای کې د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې پیلېږي

خبریال وېب پاڼه/د رویټرز خبري آژانس معلومات ښیي چې د بندیانو د تبادلې پر سر د حکومت او طالبانو تر منځ د اختلافاتو له نسبي پای ته رسېدو وروسته اوس تمه ده چې په نیږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

رویټرز خبري آژانس ته څو مؤثقو سرچینو ویلي دي چې د بندیانو د تبادلې پر سر د حکومت او طالبانو تر منځ د اختلافاتو له نسبي پای ته رسېدو وروسته اوس تمه ده چې په نیږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

دغه خبري اژانس د څو سرچینو له قول راپور ورکړی چې د افغان دولت او وسله وال طالبان به ژر په خپل منځ کې د سولې خبرې پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د یو ویډیویي کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د سولې په برخه کې لاسته راغلې موقع د افغانستان لپاره بې سارې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ډبورا لیون ویلي دي چې هیله منده ده د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې اترې به په څو راتلونکو اوونیو کې د جولای په میاشت کې په دوحه کې پیل شي. دواړه لوري داسې انګیري چې، د سولې خبرې اترې به پېچلې وي او ډېر وخت به هم ونیسي. نوموړې زیاتوي چې دواړه لوري د مخامخ خبرو پر مهال نرمښت وښيي او د راتلونکي په فکر کې واوسي.

ورته مهال په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د ازادو شویو طالب بندیانو شمېر ۳۸۱۳ تنه بولي، افغان حکومت په مسوولانه توګه د ۵ زره طالب بندیانو پر ازادولو کار کوي. تر اوسه شاوخوا ۳۸۱۳ بندیان آزاد شوي دي.

په هېواد کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او د جګړو له امله د ولسي وګړو تلفات د امریکا او بریټانیې اندېښنې هم راپارولي دي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د برېټانیا دایمي استازی جناټان الن په دې اړه ویلي دي چې برېټانیا د تاوتریخوالي ډېروالی چې طالبان یې لومړی درجه مسوولین دي په کلکه غندي. دغه ډېرښت د سولې په اړه د طالبانو رېښتینولي کمزوری کوي.

ویل کېږي د حکومت او طالبانو تر منځ ترمنځ اختلاف د شاوخوا ۲۰۰ داسې طالبانو پر سر و چې د افغانستان د حکومت او د ناټو د ځینو قوماندانانو په وینا په لویو او خونړیو بریدونو او سترو جنایتونو کې لاس لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.