The news is by your side.

پنتاګون د ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د وتلو پلان ناټو ته سپارلی

خبریال وېب پاڼه/د غربي رسنیو د راپور له مخې ټاکل شوې ده په را روانو څو میاشتو کې له افغانستان څخه شاوخوا ۴۰۰۰ نور امریکایي ځواکونه ووځي.

سي ان ان راپور ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي تر څو راتلونکو څوو میاشتو کې خپل ۴۰۰۰ نور سرتېري هم له افغانستانه بهر کړي.

امریکا داسې مهال له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو خبره کوي چې ټاکل شوې ده د روان زیږدیز کال په نومبر کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وشي.

د شنونکو په باور د امریکا اوسنی ولسمشر چې د خپل ولس او سیاسیونو تر سختو نیوکو لاندې دی او ورځ تر بلې یې سیاسي زوال زیاتېږي، هڅه کوي له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ویستلو سره خپل ټاکنیز بازار کرم کړي او یو ځل بیا د امریکا ولسمشریز برم ته ځان ورسوي.

په تېرو څو میاشتو کې د امریکا ګڼو مخکښو سیستوالو او د را روانو ټاکنو لپاره ولاړ نوماند جو بایډین په ټرمپ باندې د کروونا وبا د ناسم مدیریت او د افغانستان په ګډون د نورې نړۍ لپاره د ټرمپ پر سیاست توندې نیوکې کړې دي او نومړی یې یو ناکاره سیاستوال بللی دی.

پر ولسمشر ټرمب باندې هغه مهال نیوکو نور هم شدت وموند چې په امریکا کې د یوه تور پوستي د وژلو له امله لاریونونه سناندریز شو او ټرمپ یې پر وړاندې د زور کارولو امر وکړ. دغې دریځ په ټوله امریکا او بیا نړۍ کې غوغا خپره کړه چې ولې د لاریونونو مخه نیسي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم په وار وار ډونالډ ټرمپ ته د غلطو سیاست کاریو ګوتڅنډنه کړې ده او نوموړی یې یو خود غرضه او په سیاست ناپوه کس بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون را په دې خوا په افغانستان کې تاوتریخوالی هم اوج ته رسېدلی دی، خو دوې ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني له یوې غربي بنسټ سره په خبرو کې ویلي وو چې افغانستان د امریکایي سرتېرو شتون او نه شتون ته هېڅ اړتیا نه لري او په وینا یې په دې هکله باید خپله امریکا د ځان فکر وکړي.

ښاغلي غني همداراز ویلي وو چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د دوښن د ځپلو وړتیا لري او د هوایي ځواک په مرسته د دوښمن هر برید په شا تمبولی شي.

راپور کاږي، که دغه کار ترسره شو، افغانستان کې به د امریکایي سرتېرو شمېء ۴۵۰۰ ته راښکته شي.

د راپور پر اساس، د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر له  افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان ناټو کې له خپلو متحدینو سره شریک کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.