The news is by your side.

د سولې په تړاو د حکومت روښانه دریځ

خبریال وېب پاڼه/ ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، د سولې بهیر د ملاتړ په موخه ملي اجماع ټینګښت سربیره، سیمه ییزه او نړیواله اجماع اساسي عنصر دی.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادرله راز وایي چې دولت د سولې په تړاو روښانه دریځ لري او سولې ته رسېدو لپاره هڅه کوي.

عادله راز، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې ویلي چې زمونږ دریځ روښانه دی.

نوموړې دغه راز دغه ناسته کې له طالبانو غوښتي، چې کرونا ویروس سره مبارزې او دغه راز د بشر پاله اوربند اعلان لپاره د افغانستان دولت بلنې ته او د نړیوال اوربند ټینګښټ لپاره د ملګرو ملتونو غوښټنې ته دې غاړه کیږدي.

له دې سره، عادله راز د سولې بهیر ملاتړ په موخه د ملي اجماع ټینګښت سربېره، سیمه اییزه او نړیواله اجماع اساسي عنصر بولي.

دغه ناسته کې د افغانستان د بشر حقونو مشرې هم ویلي چې افغانستان د بشري حقوقو بنسټیزه کېدو لپاره لوړ ګامونه پورته کړي دي، خو لا هم ډېر څه پاتې دي چې باید تر لاسه شي، نوموړې ټینګار کوي چې سوله نه باید دې برخه کې د شا تګ لامل شي.

دغه ناسته کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز هم ویلي چې راتلونکو څو اوونیو کې د افغانانو خپل منځي خبرو پیلېدو ته هیله منه ده.

که د افغان حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو د خوشې کولو لړۍ ژر تر ژره بشپړه او خلاصه شي نو د د دواړو لوریو ترمنځ خپل منځي خبره به هم ژر پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.