The news is by your side.

افغانستان د آسیا ډېر برخې سره نښلول کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د مزار-هرات اوسپنې پټلۍ لارې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو بشپړېدل!

د مزار-هرات اوسپنې پټلۍ لارې د تخنیکي او اقتصادي مطالعات بشپړ شوي او ډیر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د ټرانسپورټ وزارت وایي چې د اوسپنې پټلۍ یاده لاره، مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي او د لومړۍ برخې ملاتړ په موخه د کابل او تاشکند تر منځ خبرې روانې دي.

د مرکزي آسیا او لویدیځه اسیا د اوسپنې پټلۍ په واسطه وصل کیږي.

افغانستان د آسیا ډېرې برخې سره نښلوي. اقتصادي او تخنیکي مطالعات او لومړني کارونه یې تکمیل شوي دي.

ازبکستان د دې پروژې د کار مخ ته وړلو له پاره وړاندې دي او هیلې دا دي چې دا هېواد د هرات مزارت له لارې سویلي اسیا ته لاره پرانیزي.

د ترانسپورت وزارت ویاند اشرف حق شناس وايي چې د دې اوسپنې پټلۍ لارې لومړۍ برخه سل کیلو مټره ده او د دې ملاتړ له پاره یو وجهي صندوق جوړ شوی دی.

افغانستان د دې اوسپنې پټلۍ له لارې له یوې خوا د ترانزیت حق تر لاسه کوي او له بلې خوا د اسیا دواړو برخو ته یې راکړه ورکړه کې زیاتوالی راځي.

د سوداګرۍ خونه بیا د دې وسپنې پټلۍ جوېدو کال د توکو لګښت کموالي او په وخت استولو کې اغېزمنه بولي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ لارې جوړېدل په دوو وروستیو لسیزو کې اندکې وې.

یوازې د حیرتان او اقینې هوسپنې پټلۍ لاره افغانستان د ازبکستان او ترکمنستان سره نښلوي.

د هرات خواف اوسپنې پټلۍ لاره جوړېدل جریان لري او هیلې دا دي چې سږ کال دا لاره جوړه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance