The news is by your side.

افغان تاجرانو نورو خواوو ته مخه کړې، پاکستان وارخطا دی

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې افغان سوداګرو له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړې ده خو له پاکستان سره یې په مراتبو خپلې سوداګریزې اړیکې کمې کړې دي.

د پاکستان تاجران وایي چې افغان لوري له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې ډېرې کم رنګې کړې دي او په وینا یې دا خپله د پاکستان د استخباراتي چټلۍ پایله ده.

په تېرو کلونو کې پاکستاني مالونو د افغانستان د صادراتي توکو یوه خورا لویه فیصدي جوړوله خو په وروستیو کلونو کې ه افغانستان سره پر پوله پرتو بندرونو باندې د پاکستان د څارګرې ادارې مداخلو دا حالت د افغان سوداګرو یوه کرکجن حالت ته ورساوه چې اوس ورسره اړیکې بیخي کمرنګې شوې دي.

پاکستان وخت ناوخت له افغانستان سره د سیاسي ستونزو د را پیدا کېدو په صورت کې د افغان تاجرانو پر وړاندې خپلې پولې تړلې دي او په نا ببره توګه یې سوداګرو ته په ملیاردونو ډالره زیان اړولی دی. دې حالت د ولسمشر غني تر لومړۍ دورې پورې ډېره ځپونکې څپه لرله خو د ښاغلي غني د لومړۍ دورې یوازینی ګټور کار چې په نسبي توګه یې افغان تاجران د پاکستان له سوداګریز کړکېچ څخه وژغورل، د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړې.

دې حالت د پاکستان لخوا د افغان سوداګرو پر وړاندې مافیایي دریځ خام کړ او اوس که هر څومره پاکستان د افغان تاجرانو پر وړاندې توند دریځ وکاروي، تر افغان سوداګرو به ځانته زیات زیان اړوي.

د کرونا پر مهال د پاکستان اقتصاد په مراتبو ښکته ولاړ خو له افغانستان سره د پولې تړل کېدو یې سوداګرو نور هم وځپل.

خیبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر شاهد حسین وایي، په تورخم، سپین بولدک او چمن کې د اسانتیاوو نشتون له امله افغان سوداګرو ایران او نورو هېوادونو ته مخه کړي چې دغه کار د پاکستان په اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د اسانتیاوو د نشتون له کبله، دوی له کراچۍ څخه تر تورخم پورې د هرې لارۍ کرایه له ۴۰ زرو تر شپېتو زرو کلدارو ده؛ خو که چېرې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کار ونه شي، ممکن دغه کرایه له اتیاوو زره هم پورته شي.

بلخوا، ځینو نورو پاکستانیو سوداګرو غوښتنه کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره د سوداګرۍ مسایل د خبرو له لارې حل کړي او که چېرې حل نه شي، اقتصادي برخه کې به یې ستونزې لا زیاتې شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان پاکستان له خورا سخت اقتصادي زوال سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.