کروندګر وایي د قرنطین موده کې یې کرنیز محصولات بازار نه لري

خبریال وېب پاڼه/ پر کرنې د کرونا ویروس د خپرېدو څه اغیزې کړي؟

ننګرهار کې، کروندګر اندېښمن دي چې د قرنطین پر مهال کرنیز محصولات یې سم بازار نه لري

هغوی وایي د کرونا ویروس خپرېدا او ښارونو کې د ګرځبندیز لګېدو سره، د کرنیزو محصولاتو د پلورنې بازار یې لږوالی موندلی.

د معیاري سړو خونو نشتوالی له نورو ننګونو دي چې هغوی ورته اندېښمن دي.

د کرونا ویروس پراخوالي پر ټولو کارو بارونو باندې سیوری غوړولی دی.

ختیځ ننګرهار ولایت کې ځینې بزګران د ښارونو قرنطین او د کرونا ویروس ګرځیدنې له امله پر خپل کاروبار د کرونا دروند سیوري غوړېدو څخه خبرې کوي او د کاروبار او بازار نشتون څخه نیوکه کوي.

دوی وايي چې په هېواد کې د کرونا ویروس ګرځېدنې پيل نه کرنیزو توکو بازار هم له لاسه تللی دی.

په افغانستان کې بیا بزګرانو لپاره بزګري یوه سرچینه ده په ننګرهار کې سیمه اییز چارواکي بیا د بزګرانو سره په دې برخه کې یو غږي دي د سړو خونو نشتون او د توکو استولو کې ستونزو څخه خبرې کوي.

د هېواد ختیځ ننګرهار ولایت د ګرمو ولایتونو څخه دی هر کال لس ټنه سابه د کابل او نورو ګاوندیو ولایتونو ته له دې ولایت څخه ورکول کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More