The news is by your side.

لوی کندهار څه معنا؟ د پدرام نظریې ته وده که بل څه؟

خبریال وېب پاڼه/ په دې وروستيو کي به مو د (لوی کندهار)، (لویه پکتيا) او (لوی ننګرهار) نومونه ډېر اورېدلي وي او په ليکلې بڼه به مو هم تر سترګو سوي وي. په دې نوم به مو ځيني ټولني هم ليدلي وي او يو شمېر دلالان به مو يې هم ليدلي وي چي په ارګ او سفارتونو کې پورته کښته کېږي.

دا ډول نومونه هېڅ ډول علمي بنسټ نه لري، ځکه افغانستان دا مهال (۳۴) ولايتونه لري چي د هر ولایت نوم او حدود معلوم دي. که د چا هدف تاريخي کندهار وي، نو د تاريخي کندهار ډېره برخه اوس د پنجاب په واک کي ده.

علامه رشاد بابا ویل چي د تاريخي کندهار جغرافیه يو وخت ډېره پراخه وه، يوې خوا ته تر شينډنډه پوري، بلې خوا ته د پښ تر کندي پوري، بلي خوا ته تر (دُکۍ) او بلي خوا ته تر سيوۍ پوري وه.

کله کله حکومت د ځينو کارونو د اسانتیا لپاره د (زون) يا (حوزې) کلمه کاروي، دا د هغوی اړتيا ده، دا کلمه يوازي حکومت استعمالوي او د استعمال ځانګړي ځايونه لري، مثلاً حکومت په هر ولایت کي مجهز روغتون يا قول اردو نه سي جوړولای، ځکه نو د يوه زون يا حوزې لپاره دغسې اسانتيا په پام کي نيسي، خو که عام خلک دغسې اصطلاح کاروي، نو په لوی لاس فيډرالیزم ته کمپاین کول دي.

که يو وخت خدای مه کړه د فيډرالیزم وبا په ټول افغانستان کې خپره سوه، نو ځينو قومي دلالانو به مخکې لا ذهنيتونه ورته جوړ کړي وي، مخکې به مو لا د لوی ننګرهار، لويي پکتیا او لوی کندهار په نوم ايالتونه يا صوبې ورته جوړي کړي وي.

که موږ زابل، کندهار، روزګان او هلمند ته لوی کندهار وايو، نو (کوټه) به څنګه له کندهار څخه پرې کوو؟

که د لوی ننګرهار خبره کوو، خيبر به څنګه هېروو؟

که لويه پکتيا يادوو، نو ميرامشاه، ټل، واڼه او وزيرستان به څنګه خپل نه بولو؟

که موږ خپله دا جفا کوو بیا به لطیف پدرام ولې له افغانستان سره په جفا کولو تورنوو؟

د دې موضوع بل اړخ څېړم. که هراتيان د لوی هرات خبره راپورته کړي او په دې بحث کي د توري غونډۍ ترکمن د پولي ها خوا ته ترکمن خپل وګڼي موږ به دا کار له افغانستان سره خيانت و نه ګڼو؟

که موږ له افغانستان څخه د هغې برخې د جلا کېدو دعوه لرو چي پښتانه پکې اوسېږي او انګرېزانو په زور راڅخه ګرځولې وي، خو بلې خوا ته بيا روسانو چي (پنج ده) راڅخه قبضه کړې، موږ پټه خوله يو، ايا دا کار له ملت سره جفا نه ده؟

که انګرېزان مو له وطن څخه يوه سيمه جلا کړي هغه بېرته غواړو، خو که روسانو راڅخه جلا کړي وي، هغه به نه غواړو؟

که د پښتنو سیمه يې راڅخه جلا کړي هغه غواړو، خو که د نورو قومونو سيمه يې راڅخه جلا کړي هغه به نه غواړو؟ دا کوم منطق دي؟

ایا موږ قومپال يو که ملت پال؟

که د لوی بلخ موضوع مطرح سي، ايا د امو سيند ها غاړي تاجکو خبره به ورسره راپورته نه سي؟

که د لوی او تاريخي جوزجان موضوع راپورته سي، بيا به د پولي ها غاړي ته د ازبیکو خبره ورسره راپورته نه سي؟

که راپورته سي، نو ايا موږ به يې خیانت و نه ګڼو؟ که د لوی بدخشان حدود مطرح سي ايا حدود به يې يوازي اوسني حدود وي؟

لطیف پدرام چي د فيډرالیزم يوه علمي سياسي نظريه مطرح کوي موږ يې غندو، ايا له ځانه مو پوښتلي چي ولې يې غندو؟

زموږ استدلال دا دی چې د افغانستان ستونزې د نظام په بدلولو سره نه حل کېږي يا وايو چي اکثره هغه هيوادونه تجزيه سوي چې فيډرالي نظامونه يې درلودل يا وايو چي فيډرالي نظامونه اسانه تجزيه کېدای سي يا پر پدرام شک کوو چې اصل هدف يې د افغانستان تجزيه ده، که دا ثبوت و نه لرو، بيا خو فيډرالیزم يوه علمي نظريه ده، هم په نړۍ او هم يې زموږ په سيمه کي ښه نتیجه ورکړې ده، د امريکا متحده ايالتونه، هند او پاکستان نظامونه هم فيډرالي دي، خو که موږ له يوې خوا پدرام ته بد رد وايو او له بلې خوا خپله عملاً د فيډراليزم لپاره کمپيان کوو او ايالتونه مو جوړ کړي دي، په دې نوم مو ټولني جوړي کړي دي، قومي او سيمه ييز دلالان مو په ارګ کي له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره غونډي کوي او په دې نوم امتيازات اخلي، دا کار د فيډراليزم لپاره کمپاين دی، دا د افغانستان د تجزيې پلان دی، په کور کي کورګی جوړول دي .

که موږ د لوی افغانستان نوم نه سو اخيستلای، نو شرم دی چې په کوچني افغانستان کي د لوی کندهار، لويي پکتيا او لوی ننګرهار نومونه يادوو. د شمال، مشرقي او جنوبي له نومونو څخه هم د کرکي، ځانځانۍ او بېلتونپالني بوی ولاړېږي.

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان
(۱۲۵) برخه

لیکوال: عبدالنافع همت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.