The news is by your side.

۲۰ امریکایي سناتورانو افغان سکانو ته د پناه غوښتنه کړې

خبریال وېب پاڼه/د افغان لږکیو اهل هنودو په هکله په تېرو څو میاشتو کې څو ځله بهر ته د وتلو او هلته د دایمې اقامې ورکولو یا اخیستلو خبرې کېږي.

د امریکا شاوخوا ۲۰ سناتورانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي دي چې افغان سېکانو ته د بېړني مهاجرت اجازه ورکړي تر څو امریکا یې دایمي پناه واخلي او په افغانستان کې د داعش له خطره ځان بچ کړي.

دا لومړنی ځل نه دی چې د افغان لږکیو (اهل هنود) لپاره په بهر کې د پناه ورکولو خبره کېږي، تر دې وړاندې هم کاناډا په یوه بیان کې ویلي وو چې چمتو دي دوی افغان سکانو ته په خپبل هېواد کې پناه ورکړي.

وروسته له هغه چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د اهل هنود په یوه درمسال باندې ترهرګریز برید وشو او شاوخوا ۲۵ کسان په کې ووژل شول، له دغې ځپل شویو افغان لږکیو یو شمېر کسانو یې په بهر کې د پناه غوښتلو هڅې پیل کړې.

په تېرو دوو کلونو کې پر افغان سکانو باندې د ترهګرو بریدونه زیات شوي دي. وړم کال هم په ننګرهار کې د دغې په نشت حساب قبیلې ځینې غړي د یوه ترهګریز برید ښکار شول.

امریکایي سناتورانو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو ته په استولي لیک کې له وزارته غوښتنه کړې چې دې موضوع ته دې لومړیتوب ورکړي او د امریکې د مهاجرینو د داخلې پروګرام له مخې دې افغان سیکانو او هندوانو ته پناه ورکړي. په لیک کېویل شوي دي چې:

“د افغانستان سیکان او هندو لږکي د دوی د مذهب له کبله د داعش خراسان ډلې له موجود خطر سره مخ دي، د مذهبي ازادۍ د خوندیتوب په خاطر په ټینګار سره غوښتنه کوو چې د دغو له ګواښ سره مخ مذهبي لږکیو د دفاع لپاره دې لازم ګامونه پورته شي”.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې هم په پکتیا ولایت کې یو سیک د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی چې وایي تر اوسه یې درک نه شته او نه یې هم چا د تښتونې ذمه واري منلې ده.

د افغان سیکانو او هندانو مشران پر خپل حکومت تور لګوي چې وایي په دې وروستیو کې دوی ته په امنیت ورکولو کې پاته راغلی دی. په تېره مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر ګوردواره په برید کې 25 تنه وژل شوي شاوخوا لس تنه ټپیان شوي وو.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې پخوا د دغې لږکیو عمومي شمېر تر دوو لکو اوښشت خو د وروستیو کلونو نا امنیو دغه شمېر تر زرو کسانو پورې را ټیټ کړی دی، چې په دوی کې یې اکثر د ژوند لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.