The news is by your side.

نړیوال کرونا ځپلي تر ۱۰ ملیونه او مړي تر ۵ لکه واوښتل

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا له هم په ټوله نړۍ کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر تر لس ملیونه اوښتی دی.

د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو واوښت او د دغې وبله له امله د مړو شویوکسانو شمېر هم تر نیم ملیونه زیات شو.

امریکا لا هم د د کرونا ځپلو او د دغې وبا له امله د مړو په کتار کې لومړی ځای لري. په دغه هېواد کې د کرونا له امله څه د پاسه ۲۵۹۶۵۳۷ کسان اغېزمن شوي دي او د مړو شویو کسانو شمېر یې هم د ۱۲۸ زرو نه بره دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په فلوریډا کې ثبت شوې دي. په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه ایالت کې ۹۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰۸۱۵۲۲ ته رسېدلی دی. همدا راز په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۵۰۱۲۹۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

تېره ورځ په امریکا کې له تېرې اپریل میاشتې را په دې خوا د کرونا ځپلو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه چې کابو ۴۰ کسان تازه په دغې ناروغۍ باندې اخته شوي وو. امریکا د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا له بحران څخه زیاته ځپل شوې ده چې تر ۴۰ ملیونه زیات وګړي یې وزګار شوي هم دي.

بل پلو په اروپایي هېوادونو کې کرونا په نسبي توګه د کنټرول حالت ته برابره شوې ده او هغه هېوادونه چې د کرونا تر شدید برید لاندې وو، اوس یې د کرونا له امله د مړو او ځپل شویو کسانو شمېرو کې په تدریجي ډول کمی راغلی دی. د اروپایي هېوادونو ګڼ شمېر غړو هېوادونو یو د بل پر وړاندې خپلې پولې هم پرانیستې دي او خلکو ته یې تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

په آسیایي کچه بیا هند او پاکستان د کرونا د سختې څپې تر برید لاندې دي، چې تر اوسه د هند کرونا ځپلي له نیم ملیون کسانو ته رسېدلي دي او د پاکستان بیا ۲ سوره زره کسان په کرونا وبا اخته شوي دي.

افغاسنتان کې که څه هم د کرونا ځپلو رسمي شمېرې تر ۳۰ زرو اوښتې دي خو په وروستۍ یوه اونۍ کې د مثبتو پېښو په ثبت کېدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او د روغتیا وزارت ویلي دي چې تمه ده په نیږدې راتلونکو میاشتو کې دغه وبا په تدریجي توګه نزولي لاړه شي.

پر هېوادوالو یې هم غږ کړی دی چې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.