ټرمپ په افغانستان کې د سرتېرو په ساتنه کې ناکام شو
خبریال وېب پاڼه/د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ مخکښ نوماند جو بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا په ټرمپ باندې توندې نیوکې کړې دي او نوموړی یې د افغانستان او نړۍ په هکله په ناسمه سیاست کاروۍ تورن کړی دی.
د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ مخکښ نوماند جو بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا په ټرمپ باندې توندې نیوکې کړې دي او نوموړی یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ستانه کې ناکام بللی دی.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون له افغانستان څخه د خپلو ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د ویستلو طرحه ناټو ته وسپارله. تمه ده په نیږدې راتلونکو میاشتو کې له افغانستان څخه د دغې ځواکونو په وتلو سره د امریکایي سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کموالی راشي، چې یوازې ۴۵۰۰ پوځیان به یې پاتې شي.
په ورته وخت کې د امریکا سناتورانو هم له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو له بهیر څخه د څارنې په موخه یویه طرحه جوړه کړې ده.
امریکايي سناتوران وايي له افغانستان دې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر لړۍ څارنه وشي. امریکایي سناتورانو تازه یوه طرحه جوړه کړې ده چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پروسه څارنه کېږي او اړتیاوو او وضعیت ته په کتو به پرېکړې کېږي.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې سناتورانو ویلي دوی باید په افغانستان کې جګړه ختمه کړي خو د دایمي سولې راتګ ته هم باید زمینه برابره کړي. ددوی په خبره عجولانه پرېکړې کولی شي د افغانستان، امریکا او نړۍ امنیت ته خطرونه متوجه کړي.
د دوی په خبره دوی به نه یوازې د امریکایي ځواکونو وتل څاري بلکې تر څنګ به یې د افغانستان امنیت هم څاري. دوی ویلي چې دغه څارونکې ډله کې به امریکایي سناتوران وي او دوی به هر څه له نږدې څاري. دوی په ناڅاپي او عجولانه توګه له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل خطرناک بللي دي.
بایډن د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه غبرګون ښودلی چې وایي روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام ورکاوه. د بایډن په خبره ټرمپ د امریکایي پوځ د سراعلی قومندان په توګه باید له دې مسئلې خبر وای او د خپلو ځواکونو ساتنه یې کړې وای.
د ده په وینا ټرمپ په افغانستان کې په روان ماموریت کې بې پروا او ناکام دی او په دې نه دی بریالی شوی چې په نړۍ کې له روانو استخباراتي دسیسو ځان خبر کړي. سپينې ماڼۍ ویلي وو چې ټرمپ او مرستیال یې په دې اړه معلومات نه لري. بلخوا روسیې او طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی او هغه یې ناسم بللی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.