The news is by your side.

افغانستان کې ملي ورځې

خبریال وېب پاڼه / ملي ورځې د یوه هېواد د ټولو پرګنو منل شوې او رسمي ورځې دي، چې د وګړو د مذهبي، تاریخي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزې برخې سره ریښه ولري.

ملي ورځې د یوه هېواد د ملي هویت ښکارندوی دي ، د نړۍ نور ملتونه یې د درناوي په پار یادونه کوي او په میشت هېواد کې د خپلو سیاسي نماینده ګیو او ادارو رخصتي هم د همدې ورځو د درناوي لپاره ټاکي.

د افغانستان ملي ورځې هم د اهمیت وړ او په هېواد کې د ټولو قشرونو د یووالي او مینې سمبول دی چې له نیکه مرغه په دې برخه کې ټول اقوام په یوه خوله د دې ورځو ستاینه او نمانځله کوي.

 

زموږ د ګران هېواد ملي ورځې په لاندې ډول دي:

د وري یا حمل ۱ نیټه : د نوروز جشن نمانځنو ورځ

د وري ۲مه : د بزګر مېله (دهقان جشن)

د وري دويمه اوونۍ : د افغانستان د جیولوجیستانو اوونۍ

د غويي ۷مه : د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند کودتا (ثور انقلاب)

د غويي ۸مه : د افغانستان د خلکو د جهاد بریا ورځ (د مجاهدينو د بري ورځ)

د غويي وروستۍ اوونۍ : د کتاب لوستنې اوونۍ

د غبرګولي له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې : د چاپیریال ساتنې اوونۍ

د زمري ۷مه : د ملي بيرغ نمانځنې ورځ

د زمري ۱۱مې څخه تر ۱۷مې : د مور له شیدو څخه د تغذیې اوونۍ

د زمري ۲۸مه : د افغانستان د خپلواکۍ ساتلو ورځ

د وږي ۹مه : د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ

د وږي ۱۸مه : د احمد شاه مسعود د ترور ورځ ( د شهیدانو اونۍ هم په همدې نیټه پیلیږي )

د تلې ۲۴مه : د افغاني سرې میاشتې سره د مرستې اوونۍ پیل

د لړم ۱۵مه : د ملي وحدت او ولسي جرګې د وکیلانو د ترور ورځ

د مرغومي ۶مه : پر هېواد د شوروي لښکرو د یرغل ورځ

د مرغومي له ۱۴مې څخه تر ۲۱مې: د هېواد د اساسي قانون د نمانځنې ملي اوونۍ

د سلواغې ۲مه : د انفجار او تعبیه شوو موادو پر وړاندې د مبارزې ملي ورځ

د سلواغې ۲۶مه : له افغانستانه د شوروي پوځیانو د وتلو ورځ

د کب ۳مه : د شوروي لښکرو پر وړاندې د کابل د خلکو پاڅون ورځ

د کب ۹مه : د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځ

د کب ۲۰مه : د نیالګیو د کرلو او ساتلو ملي ورځ

د کب ۲۰مه : د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې ملي ورځ

د کب ۲۴مه : د خلقي او پرچمي حکومت پر وړاندې د هرات ښار د اوسیدونکو پاڅون ورځ

د کب ۲۷ مه : د خبریالانو ملي ورځ

 

لیکوال او ترتېبوونکی: امین ستانکزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance