The news is by your side.

د وسله والو پر وړاندې د افغان دولت بې سارى ګام

ليکوال : نعمان لېوال

افغان دولت د طالبانو پر وړاندې د روژې له ٢٧مې نېټې څخه بيا د اختر تر پنځمې نېټې پورې اوربند اعلان کړ.

دا د افغان دولت يا ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني يو بېسارى ګام دى، چې د طالبانو پر وړاندې يې اوچت کړ، په دې اړه دولت له طالبانو سره خبرې نه دي کړي او يو طرفه اوربند يې اعلان کړى دى، که څه هم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل يوه پېغام کې ليکلي دي، چې د افغان دولت د اوربند اعلان ورته رسېدلى او دوى به هم په دې اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي.

له دې وړاندې ولسمشر ډاکټر غني د سولې د خبرو لپاره هم طالبانو ته ډېر ښه او غوره وړانديز وکړ او د سولې خبرې يې بې له کوم شرطه د پيلولو غوښتنه وکړه.

همدا راز په کابل کې تر درې زرو څخه زياتو علماوو هم د وسله والو پر ضد فتوا ورکړه، چې دوى د يوه اسلامي دولت پر ضد جنګېږي او دا باغيان دي.

له دې خبرو معلومېږي، چې افغان دولت يا ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د سولې لپاره څومره جدي دى، ولسمشر غني په هر صورت غواړي چې نور د افغان ولس وينه تويېدل بند شي او طالبان له جنګه لاس واخلي او د يو سياسي ګوند په شکل ځان راڅرګند کړي.

د ولسمشر غني له خوا چې د اوربند کوم اعلان شوى دى، په هغې کې دا هم ويل شوي دي چې دا اوربند يواځې له وسله والو طالبانو سره دى، د القاعده او داعش پر ضد به عمليات د پخوا په څېر روان وي.

د اوربند د دې اعلان هرکلى ټول ولس کړى دى، ځکه ولس د سولې په ارمان دى او له هر ځاى څخه چې د سولې غږ اوري، نو يې بدرګه کوي او تر شا يې درېږي، طالبان بايد چې اوس د ولس دغه ارمان درک کړي او نور له جنګه لاس واخلي.

د ډاکټر نجيب د حکومت پر مهال چې د بېن الافغاني روغې جوړې خبرې روانې شوې، نجيب په ځلونو ځلونو ځل حکمتيار ته د سولې بلنه ورکړه او ورته يې وويل چې نور دې له جنګه لاس واخلي، خو هغه وخت حکمتيار د سولې خبرې ونه منلې او اوس چې کله د اشرف غني حکومت راغى، نو حکمتيار سولې ته غاړه کېښوده، چې که څه هم ډېر ناوخته و، خو ولس يې هرکلى وکړ.

نو طالبان دې هم نور ځان رښتيني افغانان ثابت کړي، خپله خپلواکه دې څرګنده کړي او افغان ولس ته دې وښايي، چې دوى خپلواک دي، د هېڅ دښمن هېواد سره اړيکې نه لري او نه هم د کوم دښمن هېواد څخه مهمات اخلي او نه د هغوى خبرو ته غوږ ږدي. طالبان دې اوربند اعلان کړي او د افغان حکومت سره دې مخامخ د سولې خبرو ته کېني، که يې داسې کار وکړ، ټول ولس به يې تر شا ولاړ وي.

خو که چېرته دې جنګ ته همداسې دوام ورکړل شو، نو راتلونکي نسلونه به په پر موږ لعنت ووايي او هېڅ کله به مو ونه بښي.