The news is by your side.

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ ۱۱۳ زره ټنه واردات لرل

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا له امله تر وضع شوي جدي قرنطین وروسته اوس د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان واردات په مراتبو لوړ شوي دي او هره اونۍ سلګونه واګونه توکي هېواد ته واردېږي.

د کرونا وبا له امله تر وضع شوي جدي قرنطین وروسته اوس د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان واردات په مراتبو لوړ شوي دي، د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې تېره اونۍ یې د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډۍ د اوسپنې پټلیو څخه څه د پاسه ۱۱۳ زره ټنه واردات لرل.

د دغې ادارې څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي دي چې په یادو شویو پټلیو باندې به دې وروستیو کې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده او د ملي او نړیوالو سوداګرو پام یې ځانته ور اړولی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په وروستۍ اونۍ کې ۱۴۲ ۱۱۳ ټنه مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان-مزارشريف، آقينې او تورغونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارو هيواد ته را وارد شوی دي.

یاې ادارې پرون شنبه ویلي چې دغه خوارکي توکي په۱۹۱۶ واګونونو لېږدول شوي چې په وینا یې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په وارد شوو توکو کې ۱۲ زره ۸۴۴ ټنه غنم، ۳۳ زره ۹۴۶ ټنه وړه، ۲ زره ۷۵۳ ټنه غوړي، ۴۳ زره ۶۸۳ ټنه تېل، ۶ زره ۸۵۳ ټنه اوبلن ګاز، ۲ زرو ۹۵۲ ټنه ساختماني او ويا ودانيز توکي او ۱۱ زرو ۱۲۷ ټنه نور اړين توکي شامل دي.

د اوسپنې پټلۍ اداره پر داسې مهال هیواد د زرګونو ټنو بېلابېلو توکو د واردېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د څو میاشتې وړاندې کله چې په لومړي ځل کرونا وبا افغانستان ته راغله، په بازارونو کې نرخونو په بې سارې توګه لوړ شول او خلک دغې چارې سخت اندېښمن کړي وو. که څه هم په مارچ او اپریل میاشت کې د بهرنیو هېوادونو ځینې مرستې هېواد ته راغلې خو بیا هم نرخونو کې د پام وړ کموالی رانغی، تر دې چې خپله د افغان تاجرانو بندو پاتې شویو مالونو ته د را داخلېدو اجازه ورکړل شوه.

په دې وروستیو کې له پاکستان سره د افغان تارجرانو سوداګریزې اړیکې هم پیکه شوې، چې دې چارې د دواړو هېوادونو سوداګر اندېښمن کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.