The news is by your side.

عام خلک: غیر ثبت سیمکارتونه لوی سرخوږی دی

خبریال وېب پاڼه / جلال اباد ښاریان په دې ولایت کې د غیر راجسترد سیمکارتونو د پلور د مخینوي غوښتنه کوي.

ښاریان وایي ډيری دا ډول سیمکارتونه د غلا، انسان تښتونې، قتل او تهدید لپاره مجرمین کاروي او دې چارې دوی اندیښمن کړي دي.

اوسمهال په جلال اباد ښارکې د سړکونو پر غاړه په ازادانه ډول غیر راجسترد سیمکارتونه پلورل کیږي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی محمد آغا خبریال ډاټ کام ته وویل، حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی او که اقدام هم کوي یواځې په نمایشي ډول وي.

نوموړی وایي، ډيری د تاوتریخوالي پيښې هم په دې ډول سیمکارتونو ترسره کیږي.

د ده په خبره یو شمیر کسان شته چې بې شمیره سیمکارتونه ورسره وي او نجونې ځوروي او دا چاره د کورني تاوتریخوالي لامل هم کیږي.

ولسي خلک دا ډول سمیکارتونو د بندیدو غوښتنه کوي او وایي، که حکومت یې مخنیوی وکړي ډیری جنایي او ترهګریزو پېښو مخنیوی هم وشي.

د دې سیمکارتونو له امله نجونې هم ځوریږي او یو ډول سرخوږی ورته پيدا کړی دی.

مینه افغان د جلال اباد ښار اوسیدونکې وایي، ډیر کله د غیر ثبت شویوسیمکارتونو په وسیله وخت ناوخته زنګونه ورته راځي ګواښل کیږي او غیراخلاقي خبرې ورته کیږي.

نوموړې وایي دا ډول کسانو د نیونې په خاطر کله چې دوی شکایت هم وکړي نه نیول کیږي ځکه د مینې په خبره ، چې ډیری یې له کارونې وروسته ماتوي او سیمکارت له منځه وړي.

خو بل لورته چارواکي بیا په دې برخه کې د اقداماتو خبره کوي.

ننګرهارکې د مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ ریاست د اترا د برخې مسؤل حبیبي په ښار کې د غیر ثبت سیمکارتونو دخرڅلاوخبره مني  خو وایي، چې د نا ثبت شویو سیمکارتونو پلورل په جدي توګه منع دي او له مخابراتي کمپنیو سره یي د دا ډول سیمکارتونو د نه خرڅولو په اړه خبرې کړي دي.
خو عام خلک بیا د یاد ریاست دا ډول څرګندونې بې پروایي او په کار کې پاتې راتلل بولي او وایي که مخنیوی یې نه شي کولای ولس ته دې سپينې ووایي چې امکان نه لري.

بل لورته ولایتي اداره بیا وایي هره میاشت د ملي امنیت له لوري لسګونه کسان د دا ډول جرمونو په تور نیول کیږي.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی خبریال ډاټ کام ته وایي دوی ډيری هغه کسان هم نیولي چې د دې په وسیله به یې خلک ګواښل او د انسان تښتوونې پيښې به یې هم ترسره کولې او له خلکو به یې باج اخیسته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.