The news is by your side.

د مفسدو چارواکو ګمارنې او د فساد اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/له څو میاشتني ځنډ وروسته د حکومتي څوکیو پر وېش دواړو افغان مشرانو هوکړه وکړه چې خپله برخه وزیران به کابینې ته معرفي کوي.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شوې سیاسي هوکړې څه د پاسه یوه میاشت وتلې ده خو دواړو مشرانو لا هم خپل وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره معرفي کړي نه دي. سیګار په خپل تازه راپور کې وایي چې دوی هڅه کوي مفسد کسان په لویو او وړو دندو وګماري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سیګار په خپل وروستي راپور کې وویل چې په افغانستان کې په فساد د تورنو کسانو پر لوړو دندو ګومارل د جدي اندښنې وړ مسئله ده. د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر ټینګار کړی چې، افغان حکومت په دې وروستیو کې داسې کسان پر دندو ګوماري چې په فساد تورن دي او تر اوسه یې دوسیې له لویې څارنوالۍ سره پرتې دي.

دغه اداره زیاتوي چې دا مسئله د ژورې اندېښنې وړ ده او په افغان حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د کمزورې ارادې ښکارندویي کوي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې فساد ډېر شوی دی او باید د مبارزې لپاره یې نوې تګلاره جوړه شي.

په ورته وخت په کابل کې د امریکا سفارت هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې، په افغانستان کې د فساد زیاتوالي د اندېښنې وړ موضوع ده.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژادفیر راس ویلسن په ټویټ پیغامونو کې ویلي په دې وروستیو کې نړیوالو بنسټونو معتبر راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د فساد د ډېروالي ښکارندويي کوي. دده په خبره دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او ژر تر ژره دې افغان حکومت په دې برخه کې اړین او پیاوړي اقدامات وکړي. د امریکا د سفارت مرستیال وایي له فساد سره مبارزه ددوی لومړیتوب او مهم ماموریت دی خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره خپله تګلاره مشخصه کړي.

له سیګار اوپه کابل کې د امریکا له سفارت وړاندې ملګرو ملتونو او د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ هم په افغانستان کې ډېرېدونکی فساد د جدي اندېښنې وړ بللی دی او له حکومت یې غوښتي چې د فساد د ختمولو لپاره دې خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

تر اوسه ارګ په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.