The news is by your side.

که خوږ ژوند غواړئ نو له مېرمنې سره خوږ چلند وکړئ!

خبریال وېب پاڼه / ښځې / انجونې د نارینه وو په پرتله ډیر حساس دي، له دوی سره ښه چلند باید له مینې، پاک نیت،تواضع، عاطفه، او احساس پر بناء استوار وي.

په همدې اساس باید له دوی سره په ډیر محطاطانه ډول چلند وشي ځکه موږ په فزیک یو لوی قانون لرو چې هر عمل؛عکس العمل لري، تاسو ډاډه اووسئ، چې(مینه ، مینه زیږوي او کرکه ، کرکه زیږوي)

که چیرې تاسو په مینه چلند کوئ؛نو د مینې په مقابل کې هیڅکله نفرت نه رامنځته کیږي په ځانګړي ډول د ښځې او خاوند ترمنځ.

اوس پوښتنه دا ده؛ چې له خپلې ښځې سره څه ډول چلند وکړو، څو د مینې ګډ ژوند ولرو؟

 

۱ تل خپل د ژوند شریکې (ښځې) ته خپل احساس بیان کړئ!

ځیني نارینه وروڼه د خپل احساس بیانول ډیر کم ارزښته ګڼې، ښځه تل هڅه کوي چې د خپل خاوند په احساساتو ځان پوئ کړي، چې ددې په وړاندي کوم ډول احساس لري؟ آیا نوموړی شخص ورسره مینه لري او یا که نفرت؟

که تاسو له خپلې ښځې سره مینه لرئ، نو تل خپل ښځې ته د خپلې میني اظهار وکړئ، ښځه په دې جمله مئینه ده ( درسره مینه لرم) . نو تاسو تل هڅه وکړئ چې خپل ښځه په خپل احساساتو پوئ کړئ، او ورته د میني اظهار وکړئ. د ریموج پاڼې د تحقیقاتو په آساس نارینه ؤ د ښځو په نسبت د میني اظهار ډیر ژر کوي، یعني ۷۰% سلنه نارینه ژر اظهار کوي او ۳۰% سلنه ښځې ژر اظهار کوي.

(درسره مینه لرم) هغه جمله ده، چې ژوند ته ښکلا بخښي، تل هڅه وکړئ،چې د جنسي اړیکي څخه وروسته خپلې ښځې ته د میني اظهار وکړئ، که چیري د جنسي اړیکي څخه مخکې بیان شي، نو دلته ستاسو ښځه په شک کې راپریوزي، ګواکې دا د یومطلب لپاره ماته اظهار کوي.

 

۲ـ نارینه باید له ښځو څخه ځان لوړ ونه ګڼي (برابري)

په ډیر تاسف سره چې په پښتنه ټولنه کې نارینه ؤ د خپلو ښځو څخه ځان تل لوړ ګڼي، او خپل غرور د خپلې ښځې څخه هسک ګڼي، چې دا د میني د ګډ ژوند لپاره یوه سره کرښه ده، ښځه خپل مال/ملکیت مه ګڼئ، ښځه د میني او عاطفې سمبول وګڼئ، د خوشحاله او له میني ډک ژوند درلودلو لپاره  معیار مینه وټاکئ، او په خپلو منځنو کې مننه او بښنه عادت جوړ کړئ. تل یو بل ته د ” درسره ژمنه کوم بیا به دا کار تکرار نشي ستونزه  زما ؤ، …. او نورې مینه ناکې جملې وکاروئ.

 

 

۳ دکور په کارونو کې مرسته وکړئ

که غواړئ،چې ښه ژوند ولرئ، نو خپل شخصي او د دفتر کارونه په خپله مخې ته یوسئ، ځکه د هغوي مسوؤلیت ستاسو په غاړه دی، د کور په کارونو کې تاسو تر خپل وس مطابق مسوؤل یاستئ،تل هڅه وکړئ، د کور په کارونو کې د ښځې سره مرسته وکړئ، کله کله ورته پخلئ وکړئ، تل د خپلې ښځې څخه د کور د ټولو کارونو د ترسره کولو په تمه مه اوسئ،بلکې تاسو هم لاس په کار شئ، او مرسته ورسره وکړئ. موږ د رسول الله ص څخه کوم ښه مسلمانان نه یاستو،هغه مبارک د کور په کارونو کې تل د خپلو بیبیانو سره مرسته کړی دی.

 

۴ تل یې په ډالیو ونازوئ

تاسو باید هڅه وکړئ، چې د خپلې ښځې د خوښې شیان وپیژنئ،که چیرې تاسو خپلې ښځې ته په ناخبره توګه هغه څه ډالۍ کړئ، چې د هغې خوښیږي،تل ورته یو ګل ډالۍ کړئ، کله کله ورته یو جوړه کالي… او نور ترخپل وس مطابق ،هرهغه څه چې دهغې خوښیږي نو تاسو ورته ډالۍ کړئ. دا د ارزښت په معنا دی، او ستاسو اړیکه لا پرمختګ کوي.

 

۵ هیڅکله خپل ښځه له نورو سره مه پرتله کوئ

دا به ډیر خوندور ژوند وي،چې یو او بل ته د کامل انسان په نظر وګورئ،او هیڅ د نیمګړتیا احساس ونکړې؛ خاوند باید هیڅکله خپله ښځه د نورو ښایسته انجونو سره مقایسه نکړي.

مثلاً: ته او کترینا کیف یو ډول ښایست لرئ.

دلته  د ښځې په زړه کې داسې راګرځې چې یو بله هم شته دی،چې زما د خاوند پام یي ځانته اړولی دی.

باید له دې کار څخه ډډه وشي. او د خپل د ښځې توصیف په دې الفاظو وشي.

مثلاً: ته د ښایست ملکه یي! او ته په نړۍ کې بې جوړې یي.

 

۶کله کله ورته د مینې لیکونه/پیغامونه ولیږئ

هر کله چې درته زنګ وهي نو تاسو ورته ارزښت ورکړئ، ترڅو هغې حس کړي، چې ته هغې ته ارزښت ورکوې، تر دې چې تاته په ارزښت ورکولو قایل شي.

 

۷ـ هیڅکله دروغ مه وایاست

هیڅکله خپلې ښځې ته درواغ مه وایئ، ځکه چې ستاسو ترمنځ د باور او اعتماد فضا له منځه ځي، باید هڅه وکړئ چې یو دبل همراز پاتې شئ.

 

۸ـ کورنۍ ته یې بې احترامي مه کوئ

هیڅکله د هغې کورنۍ ته بې احترامي ونکړئ، بلکې د هغې کورنۍ ته په پوره احترام قایل اووسئ.

 

۹ د هغې خبرو ته د زړه له تله غوږ شئ

هرکله چې ستاسو ښځه تاسو ته غږیږي،نو تاسو هڅه وکړئ، چې ډیر په مینه د هغې خبرې واورئ، نو هغه به تاسو ډیر خه درک کړي، او ستاسو هره کړنه په هغې اغیزناکه دی.

 

۱۰ـ په نیکو کارونو کې یې تل ملاتړ وکړئ

تل د هغې څخه ملاتړ وکړئ، او ورسره په هرکار کې  همغږي اوسئ څوپ ه دې پوه شي چې ورته احترام لرې.

 

۱۱ـ توند الفاظ مه کاروه

هیڅکله ورته زشت او بد الفاظ مه کاروئ، د کور نورو غړو په مخ کې یي مه تحقیروئ، تل هڅه وکړئ، چې یو بل په ښه شکل درک کړئ.

۱۲ـ د پاکوالي پرمهال یې ستاینه وکړه

هرکله چې خپل ظاهري جوړښت ته تغیر ورکوي لکه؛  فیشن کول، نوي کالي اغوستل، او هر ډول ګاڼې اغوستلو څخه وروسته تاسو د هغې ستاینه وکړئ، او ورته ووایئ چې، ته نور هم ښایسته شوې یې.

ژباړن او لیکوال: عبدالباسط جهاني

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.