په ګمرکونو کې فساد اوج ته رسېدلی

خبریال وېب پاڼه / فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې مسوولین وايي، چې په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو نشتوالی په ګمرکونو کې له اوسني ګونګ حالت سره تړاو لري.

دوی وایي چې له یوې خوا د زورواکو لاسوهنه او له بلې خوا پر ملي عوایدو د څارنې د سیسټم نشتوالي په مالیې وزارت کې د پراخ فساد لپاره لار هواره کړې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې د دارالانشاء رییس میوند روحاني وايي د کمېشن کارانو شتون، او کمزوري مدیریت فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د مالیې وزارت په چارو کې د زورواکو لاسوهنه د دې لامل شوې چې په ګمرکونو کې عواید په سمه توګه راټول نه شي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي په دغه وزارت کې د اصلاحاتو خبره کوي او وایي چې په دغو برخو کې کارونه پیل شوي زیاتوي چې د مالیاتو په برخه کې هم موږ اصلاحات پيل کړي دي.

د وزارت په کچه مو بستونه ازادۍ سیالۍ ته وړاندې کړي چې سالم کسان وګومارل شي… اصلاحاتو ته دا ډول لید لرو چې اصلاحات هېڅکله نه درېږي.

د هېواد په ګمرکونو کې د بې مخینې اداري  فساد او بې بندوبارو د شتوالي په تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په ګمرکونو کې اوسنی وضعیت او د عوایدو حیف و میل به د هېواد اقتصاد ته زیان واړوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال یونس مومند وآيي په تېرو ۱۸ کلونو کې حکومت ونه توانېدو چې د عوایدو د راټولو لپاره حتا په یوه ګمرک کې سکنر ولګوي د سنکر نشتون، د فساد اصلي عامل دی.

رسنیو ته د مالیې وزارت د هغو ۶۸ جګپوړو کارکوونکو د نوملړ له رسېدو وروسته چې د ولسمشر په شفاهي امر ممنوع الخروج اعلان شوي دي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه رسمي لیک په خپرولو سره د دغه وزارت تر پنځم بست پورې د کارکوونکو سفرونه د جمهوري ریاست په اجازې پورې تړلي وبلل.

که څه هم پر مالیې وزارت د دغو محدودیتونو د لګولو اصلي لامل څرګند نه دی خو سرچینې وایي چې په دغه وزارت کې د فساد د شتوالي او د اړیکو له مخې د کسانو ګومارل د دغو محدودیتونو یو لامل دی.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون وایي چې د دغه وزارت ډېری بستونه له آزاد رقابت پرته سپارل شوي دي.

د نظر خاوندان اداري فساد بیا د بیکارۍ ستر لامل بولي دوی وایي له همدې امله ډيری باسواده ځوانان چې پيسې نه لري دنده نه شي موندلی او هغه کسان چې پيسې او یا هم اړیکې لرې په لوړو څوکیو مقرریږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum