The news is by your side.

پنځه کلنه ماشومه له یوې کونډې څنګه پوره وړو بوتله ؟‌

خبریال وېب پاڼهدافغانستان په غزني ولایت کې د یوه شهید یوه کونډه مېرمن او درې تر (۵) کاله کم عمره ماشومان پاتې دي . دغه ماشومانو کې یو معیوب او دوه نورمال دي .

ددغه شهید کورنۍ چې پلار یې په یوه چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی کورنۍ ته تر شا د دوه نیم لکه افغانیو پور پرې ایښی دی . د شهید مزرمن وايي چې له یوه لوري د بچو ډوډۍ نه لري او له بله لوري پروړو (۵) کلنه لور ترې وړې وه .

دغه مېرمن له افغان حکومت ؛ مرستندویه نهادونو او د خیر ښېګړې له شخصیتونو د مرستې غوښتنه کوي .

دا وايي چې په ولایت کې له یوې خو اخواري او مزدوري نشته او له بله لوري دودیزي ستونزې د دې د کار مخه نیسي ، خو دا ستونزې هم ګاللای شي لیکن د پوره وړو له وېري خپل ماشومان یوازي نه شي پرېښودلای ځکه چې یوځل پوره وړو یوه ماشومه لور ترې وړې وه .

دا مېرمن یو مثال دی ؛ خو په افغانستان غوندي هیواد کې ورته ډېري ښځې شته چې د کړاو ژوند تېره وي .

ویډیو وګورئ او له نورو سره یې شریکه کړئ ګوندي تر داسي یوه شخصیت پوري ورسېږي چې له دې بې وزلې سره مرسته وکړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.