The news is by your side.

پر هلمند د طالبانو بریدونه او د افغان ځواکونو چمتوالی

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې خبرو تر څنګ طالبانو د هلمند پر یو شمېر ولسواليو بریدونه پیل کړي چې خلک يې هم اندېښمن کړي دي.

د هلمند اړوند نادعلې ولسوالۍ ځايي خلک وايي، افغان ځواکونو په کمربندي سیمو کې یو شمېر امنیتي پوستې خوشي کړي، خو په خبره يې که همدا سيمې طالبانو ته پرېښودل شي نو یو ځل به بیا نادعلې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي.

هلمند د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې جګړه پکې تل توده ساتل شوې او د جګړې د تودوالې راپورونه یې تل تر نړیوالو پورې رسېدلي دي.

د دې ولایت اړوند نادعلې ولسوالۍ ځايي خلک وايي د طالبانو د بېرته راتګ او جګړې احتمالات زیات شوي، که يې مخنیوي ونه شي نادعلې ولسوالۍ به له لوی امنیتي ګواښ سره مخ شي.

د دې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونو دکمر بندي سیمو څخه یو شمېر پوستې ټولې کړي، چې په دې سره یادو سیمو ته د طالبانو پټ پټ راتګ او لیدنې هم په سیمه کې ډېرې شوي دي.

که څه هم په تېرو کلونو کې نادعلې ولسوالۍ په مکمله توګه د طالبانو لاس ته ورغلې وه، خو تر لږ ځنډ وروسته افغان ځواکونو بېرته ترې ونیوله.

د دې ولسوالۍ اړوند چاه نجیر حوزې آمر وايي، کله نا کله طالبان پر امنیتي پوستو بریدونه کوي خو ولې امنیتي ځواکونه ورته پوره چمتوالی لري.

هغه زیاتوي چې دې وروستیو کې ملي اردو یو شمېر امنیتي پوستې خوشي کړي خو دا به پر امنیتي وضعیت هېڅ اغېزه ونه کړي.

پر نادعلې ولسوالۍ بریدونو او د پوستو خوشژ کولو لوی لارو ته هم ګواښ پیدا کړی دی.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي امنیتي ځواکونه پوره چمتوالی لري چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

ځواک وايي طالبانو نور د جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

په هلمند کې داسې مهال د خلکو اندېښني را پورته شوي چې د نادعلې ولسوالۍ تر څنګ په نهر سراج ولسوالۍ کې هم ملي اردو یو شمېر مهمي امنیتي پوستې راټولې کړي او سیمي يې پرېښي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.