The news is by your side.

ننګرهارکې په تېرو ۳ میاشتو کې ۴۰۰ تنه مجرمین نیول شوي

خبریال وېب پاڼه / د ننګرهارامنیتي چارواکي وایي د امنیه قوماندانۍ پولیسو نږدې ۴ سوه تنه د بېلابېلو پېښو په تړاو نیولي دي .

د دې ولایت امنیه قومندانۍ نن نیول شوي کسان د یو خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وښودل.

امنیتي مسولین وایي یاد شمیر کسان د بېلابېلو مدیریتونو پولیسو د غلا،قتل،غصب، انسان تښتوونې،ټپي کېدو او یو شمېر نورو ۲۷۸ قضیو په تور نیولي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته وویلې چې دغه راز یې غلا شوې کرولا موټر او ریکشا د تر لاسه کولو بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارلې .

میاخیل زیاته کړه په نیول شویو کسانو کې یې یو شمېر هغه هم شامل دي، چې وړاندې د بېلابېلو فرمانونو پر مهال خوشې شوي دي.

هغه وویلې چې یادو کسانو له خپل پخواني بند نه نه یواځې چې عبرت وا نه خیست بلکې یوځل بیا د جرم له کبله د تورو تمبو ترشا راغلل.

د ننګرهار والي وایي، پولیسو یو کرولا موټر او ریکشا چې غلو تښتولي وو، د درې کسانو په نیولو سره یې تر لاسه او نن یې خپلو اصلي مالکانو ته وسپارله .

په ورته مهال د یاد کنفرانس پرمهال د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال محمد ایمل نیازی وویل، په یاده موده د قتل په دیرش قضیو کې یې ۳۲ تنه د ټپي کېدو په ۴۸ قضیو کې ۷۹ تنه د غلا او یو شمېر نورو ۷۲ قضیو په تړاو یې ۱۶۹ تنه تورن کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي .

امنیه قومندان ایمل نیازي زیاته کړه، د ریکشا دوه او د موټر یو تن غلا کوونکی یې هم نیولي او تر لاسه شوې ریکشا او موټر یې نن اصلي خاوندانو ته وسپارل او پولیسو ته یې امر کړ چې د ټولو مجرمینو پر وړاندې جدي چلند وکړي .

د کنفرانس پرمهال معلم او سنګر هغه کسان وو چې د یوه یې کرولا او د بل یې ریکشا غلو تښتولي وو.

دوی خوښ وو چې پولیسو یې لاسنیوی وکړ او د دوی حق یې بیرته ور وسپاره او غله یې ونیول خو غواړي چې دا ډول غله په سخت سزا ورسوي څو نور بیوزله کسان ونه ځوروي.

د یادونې وړده چې په وروستیو کې د جرایمو کچه ښکته شوې او ډیری مجرمین تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته سپارل شوي دي .

دې ولایت که څه هم په دې وروستیو کې د چارواکو په خبره د جنایي جرمونو پيښې کمې شوي خو عام خلک بیا د پيښود زیاتوالي خبره کوي او وایي چارواکي په خپلو دندو کې پاتې راغلي ځکه پيښې هم ډیرې شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.