The news is by your side.

له ویسټنډیز وروسته پاکستانۍ لوبډله هم انګلستان ته لاړه

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې د همدې روانې جون میاشتې په لومړیو کې ویسټنډیز خپله ملي لوبډله د انګلستان پر وړاندې د دریو تېست لوبو لپاره دغه هېواد ته واستوله، اوس تازه پاکستان هم خپله ملي لوبډله انګلستان ته ولېږله.

د همدې روانې جون میاشتې په پیل کې ویسټنډیز خپله ملي لوبډله د انګلستان پر وړاندې د دریو ټېسټ لوبو لپاره انګلستان ته ولېږله، چې اوس پاکستان هم خپله شل کسیزه لوبډله دغه هېواد ته لېږلې ده.

ویل کېږي پاکستان به د انګلستان پر وړاندې دری ټېست او دری شل اوریزې سیالۍ وکړي. د دغې لوبو د ترسره کېدو پر مهال به د کرونا وبا له امله لوبغالي ته نندارچیان نه ور پرېښودل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا وبا ټوله نړۍ کې حالت کړکېچن کړی دی او پاکستانۍ لوبډله هم دغه هېواد ته په یوه ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوې ده. د سرچینې په خبره د لوبډلې ترڅنګ چې کوم روزونکي اؤ دکرکټ بورډ مامورین انګلینډ ته روان شوي،دکرونا دټیسټونو په خاطر به هغوئ ووسټر کې تر دوؤ اوونیو په قرنطین کې ساتل کیږي اؤ له هغې وروسته به په ۱۳م جولایي ډربي شائر ته روانیږي.

دانګلستان په سفر کې به د ټیسټ سیالیو لوبډلمشري د اظهر علي او د شل اوریزو سیالیو کپتاني به د بابر اعظم په غاړه وي.

انګلستان ته تر تګ وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وسیم خان ویلي په کرونا د اخته لوبغاړو دوه ځله ټیسټونه شوي او په دواړو ځلونو باندې دغه ټيسټونه منفي را وتلي دي.

د یادونې وړ ده چې ځو ورځې وړاندې د پاکستان په کرېکټ بورډ کې د ۱۰ لوبغاړو په کرونا وبا د اخته کېدو راپور ورکړل شوی ؤ.

د پاکستان له لوري انګلینډ ته روانه شوې ۲۰ کسیره ډله کې اظهرعلي، بابراعظم، اسدشفیق، فهیم اشرف، فواد عالم، عامد وسیم، امام الحق، خوشدل خان، محمد موسی، محمدعباس، نسیم شاه، روحیل نزیر، سرفراز احمد، شاهین شاه اپریدی، شان مسعود، سهیل خان، عثمان شینواری اؤ یاسر شاه شامل دي.

تر اوسه د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د لوبو کولو نېټې کره شوې نه دي، خو په جولای میاشت کې به انګلستانۍ ملي لوبډله له ویسټنډیز سره په لوبو کولو بوخته وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.