The news is by your side.

وردګ زده کوونکي د طالبانو او حکومت تر نیابتي برید لاندې

خبریال وېب پاڼه/په مرکزي ولایت میدان وردګو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي د وسله والو طالبانو په ځانګړي امر د زده کوونکو پر مخ خلاص شوي دي.

د مرکزي ولایت میدان وردګو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي د وسله والو طالبانو په ځانګړي امر د زده کوونکو پر مخ خلاص شوي دي خو په په ټولو ښوونځیو کې نه حاضري شته او نه درسونه، یوازې د طالبانو د فشار له امله خلاص شوي دي.

ځایي اوسېدونکي وایي چې د طالبانو په زور خلاص شوي خو دا چې ښوونځي د حکمت لخوا تمویلېږي، ښوونکي او اداري پرسونلو یې په ښوونځیو کې د یوې اونۍ په تېرېدو سره هم درسونه پیل کړي نه دي. د زده کوونکو کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره اندېښمنې دي او وایي چې که ښوونځي ته یې نه لېږي، د طالبانو لخوا ځورول کېږي او که ویې لېږي نو نه یوازې هلته درس نشته بلکې د کرونا ناروغۍ خطره هم شته ده.

میدان وردګ د کابل په لویدیځه څنډه کې پروت مرکزي ولایت دی چې په تېرو څه کم دوو لسیزو کې په متواتره توګه د جګړې شاهد دی. په کابل کې مېشت وردګ وایي چې حکومت دغه وړې جګړه ځپلې جزیرې ته هېڅ پاملرنه کړې نه ده.

که څه هم وسله والو طالبانو د ځایي ښوونځیو مسؤلینو ته امر کړی دی چې زده کوونکي دې ټولګیو ته تر ننوتلو وړاندې خپل لاسونه د باندې ومیني خو ویل کېږي ماشومان او نور ټول زده کووکي په لښتیو کې پر جاري اوبو لاسونه مینځي چې ضد عفوني مایع بیخي نشته ده او له همدې امله خلک اندېښمن دي چې اولادونه یې په کرونا وبا باندې له اخته کېدو سربېره کورونو ته دغه وبا خپره نه کړي.

د وردګو سیمه ییز چارواکي که څه هم دا خبره ردوي چې په دغه ولایت کې ښوونځي پرانستل شوي دي خو په سیمه کې ځایي خلکو خبریال ته ویلي دي چې له مرکز او د دوو ولسوالیو سربېره چې بهسود حصه اول او دویمې دي، په نورو ټولو ولسوالیو کې ښوونځي پیل شوي دي.

طالبانو ځایي ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ کړی دی چې که چا غیر حاضري وکړه، دوی به ورته سخته سزا ورکوي.

یو شمېر ولایتي کارپوهان وایي چې په دې کار سره طالبان یوازې خپل احسان لوړوي خو د ښوونځیو ټول امکانات او مالي ملاتړ له حکومت سره دی. له همدې امله ښوونځیو کې ګومارل شوي ښوونکي حکومت د ښوونځیو په هکله د طالبانو حکم ته هرکلی نه شي ویلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.