The news is by your side.

له سولې وروسته د طالب او حکومت مدغم کېدل او ستونزې

خبریال وېب پاڼې/د افغانستان لپاره د امریکا د روڼتیا د څار بنسټ یوه مقاله خپره کړې ده او په هغې کې یې له بین الافغاني مذاکراتو وروسته د طالبانو او حکومت مدغم کېدل او پر وړاندې یې پراته خنډونه را سپړلي دي.

سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د روڼتیا د څار بنسټ یوه مقاله خپره کړې ده او په هغې کې یې له بین الافغاني مذاکراتو وروسته د طالبانو او حکومت مدغم کېدل او پر وړاندې یې پراته خنډونه او ستونزې را سپړلي دي.

دغه بنسټ وایي چې له بین الافغاني مذاکراتو وروسته د سولې مغلقه برخه له ټولنې سره د پخوانیو جنګیالیو مدغم کول دي.

دوی د پخوانیو جنګیالیو مدغم کول؛ په افغانستان کې د امریکا له تجربو څخه درس اخیستل تر سرلیک لاندې د افغان سولې په اړه خپل څېړنیز راپور کې د سولې پروسې په جریان او تر هغه وروسته ستونزو باندې بحث کړی دی.

په دغه راپور کې ۷ مختلفو برخو ته کتنه شوې ده او له جزیاتو سره یو ځای را اخیستل شوي دي، چې له ۲۰۰۱ کال څخه راپدېخوا یې په پنځو مهمو برخو کې څېړنه کړې ده. په دې راپور کې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وړاندې د دې پروسې په پېچلو اړخونو رڼا اچول شوې ده.

د سیګار راپور یادونه کړې، چې دا پروسه خپلې پېچلتیاوې لري، خو امریکا په افغانستان کې له خپلو پخوانیو تجربو څخه کافي درسونه اخیستي دي د امریکا او طالبانو د خبرو په نتیجه کې امریکا له افغانستان څخه وځي او بین افغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل کېږي.

دا راپور ټینګار کوي، چې که د سولې خبرې بریالۍ هم شي تر هغه وروسته یوه بله لویه ستونزه په افغاني ټولنه کې د زرګونه پخوانیو جنګ سالارانو او اوسنۍ ټولنې مدغم کول دي.

دا راپور ټینګار کوي، چې امریکا باید بېړه ونه کړي او پالیسۍ جوړونکي یې دې ټولو ټکو ته پام وکړي او دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

دوی په افغانستان کې فساد، ناوړه ګټه اخیستنه او دوکه ورکول نورې ستونزې وبللې او امریکا یې ورته متوجه کړې ده.

په دې راپور کې په افغانستان کې له پخوانیو امریکایي نظامي او ملکي چارواکو سره مرکې شوې دي او د هغوی له تجربو څخه په استفادې ټول څه نښه شوي دي.

یو شمېر شنونکي په حکومت باندې نیوکې کوي او زیاتوي، له کله نه چې له طالبانو سره د سولې هڅې را پیل شوي دي، حکومت د دغې بهیر د بریالي کولو لپاره د سولې ادبیات او تبلیغاتي جوړښت ته کار نه دی کړی.

دوی ټینګار کوي چې د طالیانو تبلیغاتي مانوره له پاکستاني استخباراتو سره ده، خو دولت کولی شوی په دغه بهیر کې د مرسته کولو او ټولنه له یو افراطي حالت نه د مدنیت په لور یوازې تبلیغاتي نرمې جګړې سوق کولی شوی.

ټاکل شوې ده د را روانې جون میاشتې تر نیمایي پورې بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.