The news is by your side.

کراچۍ کې بلوڅ انقلابیانو پر پاکستاني پوځ برید کړی

خبریال وېب پاڼه/په کراچۍ ښار کې پر پاکستاني بوځیان خونړی برید شوی دی او ویل کېږي درانه تلفات ورته اوښتي دي.

نن دوشنبې سهار د روانې جون میاشتې ۲۹ نېټه په کراچۍ ښار کې د بلوڅ انقلابیانو لخوا پر پاکستاني پوځيانو باندې برید شوی دی او د معلومات له مخې ۴ پوځیان یې هلاک کړي او د پینځه نور یې د مرګ تر پولې نیږدې کړي دي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

له سیمې څخه خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید کړی او لومړني معلومات وایي، یې تر اوسه د څلورو بریدګرو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. په تېرو څو میاشتو کې لسګونه پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.

د یادون وړ ده چې د پاکستان څارګره اداره د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې ترهګر روزي او بیا یې افغانستان او سیمې ته د ترهګرو فعالیتونو لپاره استوي.

په کراچۍ کې ځايي چارواکي هم مني چې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او وایي چې، دې برید کې څلور پولیس وژل شوي دي او د پنځو پولیسو حالت ډېر نازک ښودل شوی دی.

د بلوچستان ازادۍ پوځ په نوم ډلې په خپل ټوېټر د دغه برید پخلی کړی دی. د دغې ډلې ویاند یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مجید لېوا دا برید کړی دی.

ویل کېږي دغه برید په ځايي وخت سهار لس بجې پیل شو. د سرچینې په خبره وسلوال د پارکېنګ له لارې د پاکستان ونډو بازار په نوم ودانۍ ته ننوتلي او په لاس بمونو باندې یې برید کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance