The news is by your side.

د نوې کابینې جوړښت کې پر فساد د تورنو کسانو څخه نیوکې

خبریال وېب پاڼه/ سیګار: وایي، د کابینې په جوړښت کې هغه کسان چې په فساد باندې تورن دي په نړیواله کچه د افغانستان اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

سیکار د افغانستان د نوي کابینې په چوړښت د کې د هغه نوماند وزیرانو څخه نیوکه کړې چې پر فساد تورن دي.

دې بنسټ ویلي، هغه کسان چې د فساد په اړه مخینه لري او کابینه کې واوسي په نړیواله کچه به د افغانستان اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان بیارغونې له پاره د امریکا ځانګړي څارونکې ادارې مشر ویلي، چې پر فساد د تورنو کسانو له لوري د دولتي ادارو یا بنسټونو مدیریت کول افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه شا ته کوي.

سیګار ویلي دي چې اداري فساد د امریکا او نړیوالې ټولنې هغه هڅو چې د افغانستان په اړه یې کړي دي ګواښوي.

سپکو ویلي دي چې تر اوسه د اداري فساد په اړه د شپږ زرو پنځه سوه کسانو نیولو حکمونه صادر شوی دی خو امر صادر شوی ولې عملي شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې را په دې خوا ولسمشر غني د فرمان له مخې د کابل بانک قضیې یو مسؤول محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د نوماند په توګه ورپيژندلی دی.

کرزي د کابل بانک د ماتېدو اصلي تورن دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.