The news is by your side.

ختیځ کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت روغتیايي مسولین وایي په ختیځو ولایتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د ثبت ارقام تر پخوا ډیر کم شوي دي.

اوسمهال په ټول ختیځ کې یواځې ننګرهار کې د کرونا د تجرید روغتون فعالیت لري او له کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو هم دې ولایت ته د کرونا نمونې د کتلو لپاره راوړل کیږي.

روغتیایي چارواکي زیاتوي، چې یواځې په تیره یوه اونۍ په ختیځو ولایتونو کې د دې ولایت په لابراتوار کې د کرونا ناروغانو ۹۷ شکمنې نمونې کتل شوي ، چې یواځې ۳۲ یې مثبتې وې او پاتې نورې منفي پایلې لرلې.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغيو د کنترول مسول ډاکتر عبدالرشید وفا وایي په دې ولایت کې د کرونا ویروس له پيدا کیدو تر دې دمه د ۲۰۱۷ تنو کرونا شکمنې نمونې کتل شوي ، چې له دې جملې ۱۳۳۴ مثبت ثبت شوي دي.

نوموړی وایي په یاد شمیر کې تر  ۱۷۴ تنه له دې ناورغۍ مړه شوي هم دي.

وفا زیاته کړه یوه اونۍ کیږي چې د پيښو په ثبت او معیایناتو کې کموالی راغلی دی او په خبره کې له دې وړاندې به دوی ته سلګونه پيښې د کتلو لپاره راتللې.

ولسي خلک بیا پر روغتیايي چارواکو نیوکه لري او وایي، چې روغتیایي مسولین پر کرونا د اخته کسانو ارقام ريښتینې نه خپروي او دروغ خپروي.

دوی د کرونا د ویروس د ارقامود د کمښت لامل پر داکترانو بې باوري یادوي.

سید الله د جلال اباد اوسیدونکی وایي، ډيری عام خلک له دې ویرې چې د کرونا د تجرید په روغتون کې ډاکتران ناروغان د کرونا په نوم وژني د خپلې معاینې لپاره مراجعه نه کوي.

عام ښاریان وایي، که څه هم په کرونا ویروس کې له هره اړخه ولسي خلک زیانمن شول خو بیا هم حکومت ته څنګه چې لازمه وه د دوی لاسنیوی یې ونه کړ.

بل لورته روغتیاپالان یوځل بیا له خلکو غواړي څو په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او عامې روغتیا وزارت لارښونې عملي کړي څو په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیرې نورې هم ټیټې شي.

داکتران وایي که دوی لارښوونې عملي نه کړي نو ویره شته چې یوځل بیا د کرونا ویروس د مثبتو پيښو ارقام لوړ شي.

ننګرهار کې په ټوله کې د روغتیایي چاروکو د معلوماتو له مخې په کرونا ویروس ۱۳۳۴ مثبتې پيښې ثبت شوي چې ډیری یې بیرته روغ شوي او خپلو کورنو ته تللي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.