The news is by your side.

د ماشومانو پر ذهن د بریښنایي وسایلو اغیزې

خبریال وېب پاڼه/ د ماشومانو ذهن لکه د سپين کاغذ هر څه چې پرې ولیکل شي هماغه پاتې کیږي او هماغه یې تګلاره ګرځي.

اوس اصلې خبره داد ، چې دیر کله  مور و پلار له کمپیوټري ابزارو سره د ماشومانو د لوبو پر مهال د آرامۍ احساس کوي، خو په زړه کې یې تل دا اندېښنه موجوده وي،چې هسې نه دغه ډول بوختیاوې یې د ماشومانو مغزو ته زیان و نه رسوي خو پوه نه وي چې ریښتیا هم ډیره کاورنه یې زیانمنه تمامیږي.

په اوس وخت کې په زیات شمیرتر ۵ کلونو کم عمره ماشومان له نویو زیرک موبایلو کار اخلي او دا دا ثابتوي چې ځيرک او هوښیار دي.

خو له دې ور اخوا ښايي دا ډیره حیرانوونکي نه وي چې دوه – درې کلن ماشومان په ډېرې لیوالتیا ناست دی او خپلې ګوتې، په ځان له پوره ډاډ سره، په ټچ سکرین یا زیرک موبایلونو راکاږي او یا هم د کمپیوټري لوبو تڼۍ کیکاږي.

که څه هم مورو پلارله کمپیوټری ګیمونو (لوبو) سره د ماشومانو د لوبو پر مهال د آرامۍ سا اخلي خو په زړه کې یې تل دا اندېښنه وي، چې هسې نه دغه بوختیاوې یې د ماشومانو مغزوته زیان ونه رسوی.

خو موږ وینو،چې له کمپیوټر سره وخت تیرول په ځانګړي ډول کله چې د کمپیوټر پروګرام زړه راښکونکی وی، د ماشوم د لا ښې زده کړې لپاره ګټور دی.

د ویسکانسن په پوهنتون کې شویو څیړنو ښودلې ده، چې ۲ او ۳ کلن ماشومان تر ټولو ډېر د کمپیوټر د د داسې پاڼې پر وړاندې عکس العمل ښايي او ورته لیواله وي، چې کمپیوټري پروګرام د لمس وړ وي او دا چې ماشومانو ته په سکرین باندې د لاس وهلو انتخاب ورکوی.

ماشومان له دا ډول پروګرام سره نسبت هغه پروګرام ته ډېره لیوالتیا لري چې ماشومانو ته د لاس وهلو موقع نه ورکوي او یواځې د لیدلو لپاره وي.

دې څیړنو ښودلې ده، هر څومره چې پروګرام زړه راښکونکی او غوره وي همغومره د یو دوه کلن ماشوم لپاره جالب وي او ځان ورته نیږدې ګڼي.

د ویسکانسن د پوهنتون مرستیال استاد هدر ګریګوریان، چې دا څیړنه یې ترسره کړې ده وایي، چې د لمس وړ پاڼې د ماشومانو د زده کړې وړتیا زیاتوي.

میندو او پلرونو کولی شي د آرام سا واخلي ؛ ستاسو ماشومان له خپل چاپیریال سره اړیکه ټینګوي او تعامل کوي، دا یو ډېر طبعي عمل دی.

په ټولیز دول باید ووایم چې څیړنو ښودلې ده چې ماشومان ډېر ژر له یو ډول رسنۍ سره تنګیږي او معمولاً د دې تر څنګ د لوبو له نورو لوبو اسبابو سره لوبې کوي، منډې وهي او له کوره بهر په لوبو ځانونه بوخت ساتي.

یعنې په رسنیو کې په زړه پورې خپرونې مو ماشومان سم روزي نه دا چې بې ځایه سریالونه او ډرامې.

لیکوال او راټولوونکی: دین محمد فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.