The news is by your side.

امنیت شورا: طالبانو تر اوسه ۶۱۶ تنه بندیان خوشې کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو کړکېچنه موضوع چې په وړه خبره یې هم پر وړاندې خنډونه ستر وي.

تازه د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې وسله والو طالبانو له پيله تر دې دمه ۶۱۶ تنه اسیران خوشې کړي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، چې په ۶۱۶ تنو بندیانو کې ۴۰۸ تنه یې افغان امنیتي ځواکونه او پاتې نور یې ولسي وګړي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پریکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ په هوکړه کې شوې ده.

امریکا او طالبانو د تیرې فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم باید وسله وال طالبان د افغانستان د حکومت ۱۰۰۰ تنه برمته کړي ځواکونه  خوشې کړي.

او په بدل کې یې د دې هوکړې له مخې باید افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان خوشې کړي.

که څه هم تراوسه دواړو لوریو ته ټاکل شوی حد د بندیانو یو هم نه دی پوره کړی خو بیاهم یوشمیر د نظر خاوندان یې عامل بې باوري یادوي.

د بندیانو خوشې کیدو سره د دواړو لوریو دنرمۍ خبره وشوه او خلک هیله من شول چې ښايي ژر د سرتاسري سولې خبر هم خپور شي خو بیا هم لیدل کیږي چې دسولې پر وړاندې خنډونه شتون لري.

بل لورته د افغانستان حکومت هم تراوسه پورې د طالبانو شاوخوا ۴ زره بندیان خوشې کړي او ویلي یې دي چې نور به هم ژر خوشې کړي.

ویل کیږي، چې په همدې منځ کې د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون پر سر اختلافات هم موجود دي نو ځکه دا لړۍ وخت ناوخته ځنډیږي.

د دغو طالب بندیانو په اړه، چې ځینې یې شمېر ۴۰۰ او ځینې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ بولي، افغان چارواکي وايي چې په لویو او خونړیو بریدونو کې لاس لري او د محکمو له لوري په اوږدو بندونو محکوم شوي دي.

د افغانستان حکومت وړاندیز کړی چې د هغو پر ځای به نور طالب بندیان خوشي کړي.

بل لورته تراوسه څرګنده نه ده چې طالبان له دې وړاندیز سره همغږي دي او که نه دي خو خلک هیله من دي چې ژر به د سولې سرتاسرې غږ وشي او دواړه لوري به د سولې په ټغر سره کیني.

یو شمیر شنونکي بیا د بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې پر حکومت له همدې امله نیوکه لري، چې ښايي هغه بندیان هم خوشې کړي چې په ډيرو درندو جرمونو کې نیول شوي وي.

خو افغان حکومت بیا په بار بار ویلي، چې دوی د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې ډیر په احتیاط مخته روان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.