افغانستان کې د حيواناتو پر ښکار بنديز ولګېد
خبریال وېب پاڼه/ افغانستان تر پنځو کالو د وحشي حيواناتو پناځای اعلان شو.
ولسمشر غني د کابينې په غونډه کې پرېکړه کړې، چي تر راتلونکو پنځو کالو پورې په ټول افغانستان کې د وحشي ځناورو او مرغانو پر ښکار کلک بنديز ولګولو.
ولسمشر نن د کابينې په غونډه کي د عدليې وزارت له خوا د وحشي حيواناتو د ساتنې او ښکار د تنظيم د قانون تر مطرح کولو وروسته وويل چې په افغانستان کي به تر راتلونکو پنځو کالو پورې ښکار نه کیږي.
په دې توګه که تر دې وروسته په افغانستان کي څوک مرغان يا ځنګلي ځناور وولي او ښکار يې کوي، درنه سزا به ورکول کیږي.
افغانستان کې هم ډول ډول وحشي او اهلي حیوانات او الوتوونکي شته، چې یو شمېر یې د ښکاریانو له لوري ښکار کیږي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو غرو درو کې غرنۍ وزې او پسونه د ختمېدو په حال کې دي، ځکه د ښکاریانو له لوري نه پاتې کیږي.
د افغانستان په ځنګلونو کې هم ډول ډول وحشي حیوانات شته چې د ځنګلونو د ونو په وهل کېدو سره د دې حیواناتو پناه ځایونه له منځه ځي او ورسره په ځنګلونو کې ځنګلي یا وحشي حیوانات هم مخ پر ختمېدو دي.
تازه د افغانستان حکومت د حیواناتو د خوندیتوب په پار د حیواناتو پر ښکار بندیز ولګولو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.