The news is by your side.

مودي په هند کې د ټیک ټاک په ګډون ۶۰ کمپنۍ وتړلې

خبریال وېب پاڼه/د هند لومړي وزیر په خپل وروستي بیان کې اعلان وکړ چې په خپل هېواد کې به د ټیک ټاک په ګډون د چین شاوخوا ۶۰ اپلیکېشنونه بند کړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له چین سره د وروستیو سرحدي اختلافاتو له امله په خپل هېواد کې د انټرنېټي اپلیکېشنونو چین شاوخوا ۶۰ کمپنیو باندې بندیز ولګاوه. په دې کې مشهور اپلیکېشن ټیک ټاک هم شامل دی.

شاوخوا دری اونۍ وړاندې د چینایي او هندي پوله ساتو تر منځ شخړه را منځته شوه چې په کې یو شمېر هندي سرحدي ځواکونه ووژل شول. دې کار د هندیانو توند غبرګونونه را وپارول او د له خپل حکومت څخه یې د ورته اقدام غوښتنه کوله.

دغه دوه ګڼ توکمي هېوادونه چې ګډه پوله هم سره لري، وخت ناوخت د سرحدي ستونزو له امله په اخ او ډب کې ښکېل کېږي چې ډېری وخت دواړو لوریو ته تلفات هم په کې اوړي.

د هندوستان حکومت دغې اقدام ته تر اوسه د چین لخوا کوم غبرګون ښودل شوی نه دی خو په کور د ننه ګڼو کسانو دا کار ستایلی دی او دا یې د چین پر وړاندې یو ستر اقتثادي ګوزار بللی دی.

خو په ورته وخت کې یو شمېر هندیانو بیا د دې کار غندنه کړې ده او وایي چې ډېری اپلیکېشنونه د دوی په ورځنیو چارو کې ډېر کارېدنګ لري نو په وینا یې حکومت ته په کار نه وه چې دا ډول اقدام وکړي.

چین د نړۍ په کچه لومړنی ګڼ توکمی هېواد دی چې په دې وروستیو کې یې اقتصاد هم په بره روان دی او دې چارې په نړیواله کچه اندېښنې زیاتې کړې دي. په ځانګړې توګه امریکا او هند د چین له بډاینې نه وېره لري. امریکا غواړي خپل نړیوال قوت جاري وساتي او هندوستان وېره لري چې د چین له پرمختګ سره به دوی د سرحدي ستونزو له امله له زوال سر مخ شي.

ځینې اقتصادي شنونکي وایي چې هند یوه مذهبي ټولنه ده او په دغې ټولنه کې د سلګونه اقلیتونو او مذهبي افراطیانو شتون دغه هېواد له اقتصادي ودې وروسته پاتې کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.