استجوابیې ته د سلطانزوی نه حاضرېدو وکیلان غوسه کړی؟
خبریال وېب پاڼه/نن دوشنبې د روانې جون میاشتې ۲۹ مه نېټه ولسي جرګې د کابل ښاروال د قرنطین ورځو په لومړیو کې بېوزلو ته د مرستو د وېش په هکله استجوابیه غونډې ته ور بللی ؤ خو نوموړی حاضر شوی نه دی.
وروسته له هغه چې د قرنطین پر مهال د کابل بېوزله ښاریانو ته د مرستو په وېش کې د فساد راپور ورکړل شول، ولسي جرګې د کابل ښاروال استجوابیه غونډې ته ور بللی ؤ خو نوموړی دغې غونډې ته حاضر نه شو چې د وکیلانو توند غبرګونونه یې را وپارول.
که څه د کابل ښاروالۍ ولسي جرګې ته په یوه مکتوب کې د ښاروال د نه ورتګ علت د کابینې غونډه یاده کړې ده خو د ولسي جرګې غړي وایي، له دې وړاندې یې هم د کابل ښاروال کمېسیونونو ته په وار وار دعوت کړی خو هغه په یوه او بله بهانه د ولسي جرګې د غړو دعوت نه دی منلی.
د ولسي جرګې غړی خالد اسد وایي، ټول بودیجوي واحدونه ملي شورا ته ځواب ویونکي دي او باید د بل ښاروال تر معرفي کولو پورې ولسي جرګه د کابل ښاروالۍ بودیجه وځنډوي، نوموړي زیاته کړه، که کوم بودیجوي واحدونه له جرګې څخه رایه اخلي یا نه موږ ته ځواب ویوونکي دي او باید د دې ضعیف شخص پر ځای د بل ښاروال تر معرفي کولو پورې د ښاروالۍ بودیجه وځنډول شي.
خو د ولسي جرګې بله غړې سیمین بارکزۍ بیا وایي، ډیر کله چې چارواکي ولسي جرګې ته ځواب ویلو لپاره وربلل کیږي، د دغه جرګې غړي یا له هغوی دفاع کوي او یا پرې شخصي کارونه کوي چې دا چارواکو ته جرئت ورکوي چې په جرګه کې د امتیاز په ورکولو سره د د فاع کسان پیدا کولای شي: «ډیره کله چې موږ چارواکي راوغواړو یو شمېر وکیلان خوش خدمتي کوي، یعنې یا په هغوی شخصي کارونه کوي او یا د وزیرانو او چارواکو میز ته ورځي چې هغوی په دې ډاډه کیږي چې د امتیاز په ورکولو سره په جرګه کې د دفاع کسان پیدا کولای شي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په خپله د ولسي جرګې د ځینو غړو له خوا نور همکاران یې د چارواکو د استجواب او استیضاح پرمهال په اداري فساد او معاملو تورن شوي دي.
یو شمېر فعالان وایي چې په وروستیو څو کلونو کې ولسي جرګې ته د چارواکو نه حاضرېدل په یو بد فرهنګ اوښتي دي چې دا خپله د قانون نقض او سرغړونه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.