The news is by your side.

۵۴سلنه افغانان پر غني‌ را څرخېدلې کړۍ د بحران سرچینه بولي

د افغانستان د روان بحران د لاملونو موندلو په موخه د ټولپوښتنې (سروې) پایلې

‌د نامعلومې سولې او پېښېدونکې خونړۍ جګړې ترمنځ د هراړخیز (سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز) بحران سره مخ افغان ولس چې د غربت، لوږې، اداري فساد، ناامنۍ او ناهیلۍ سره د تاریخ په حساس او سخت پړاو کې په ورځني ډول ستونزې ګالي، باید وپوهېږي چې ددې وضعیت ترشا مهم لاملونه کوم دي. د همدې موخې لپاره، دوې میاشتې وړاندې د خبریال ډاټ کام ادارې پرخپله کورپاڼه یوه عمومي ټولپوښتنه پرلیکه کړه. په دغه ټولپوښتنه کې هر کارن ته د یوځل رایې کارولو اجازه ورکړل شوې وه او پکې ټول ټال 27،208‌ کسانو ونډه اخیستې ده.

د ټولپوښتنې د پایلو له مخې:

په سلو کې 54%, 14،771 افغانان د هیواد د بحران سرچینه پر ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني ‌را څرخېدلې کړۍ بولي .

څوارلس 14%, 3،911 افغانان په دې باور دي چې دافغان چارواکو ښکاره فساد دا هیواد کړکیچ ته بېولی دی.

دیارلس 13%, 3،426 افغانان فکر کوي‌چې د افغانستان د بحران مسئولیت ښاغلي عبدالله عبدالله او سیاسیونو ته ورتر غاړې دی .

اووه 7%, 1،851 افغانان د ولسمشر محمد اشرف غني خپل سرې پرېکړې ؛ 7%, 1،788 نور بیا د طالبانو او د هغوی د ملاتړو کړنې او 5%, 1،461 نور په دې باور دي چې د امریکا متحده ایالاتو ناسمو پالیسیو افغانستان د بحران لورته بېولی دی .

د ولسمشرغني پر شاوخوا راڅرخېدلې کړۍ باندې تور دی چې ډېر غړي یې په فساد کې ښکیل دي‌ او تر ډېره بریده پر لوړو څوکیو ګومارنې د ملګرتوب، سیمه ییزو تړاوونو او خپلویو ‌پر بنسټونو کوي‌ او هڅه کوي‌چې تر غني ‌پوري داسې ‌کسان ونه رسیږي چې ولسمشر په اصلي ‌ستونزه وپوهوي . ادا اکېږي چې پخوا د عبدالسلام رحیمي کورنۍ د ولسمشر د محاصرې کړۍ جوړوله خو اوس د هغه په منزوي کولو، د اروپايي او امریکايي ځوانانو یوې کوچنۍ کړۍ هغه ځای نیولی دی.

د سروې دوهمه لویه برخه افغانان وايي‌ چې دافغان چارواکو ښکاره فساد افغانستان او ولسمشر غني‌د بحران لورته ټېل وهلي دي‌. دغو ګډونوالو په داسي ‌وخت کې د فساد برخي ته دوهمه لویه ستونزه ویلې ده چې په افغانستان کې تر بل هروخت فساد اوج ته رسېدلی او له یوه واړه کاره نیولې بیا تر لويي‌څوکۍ پوري هرڅه په پیسو پلورل کیږي. فساد په افغانستان کې داوخت د هر لوی او کوچني ‌پر ژبه پروت نوم دی چې تر ډېره بریده هر افغان ورڅخه کړېږي‌.

تر فساد وروسته ښاغلی عبدالله عبدالله او واک ته تږي سیاسیون چې د خپلو شخصي ګټو په موخه نظام ننګوي، دافغانستان د بحران اصلي عاملین بلل شوي دي ، البته د سروې درېیمه برخه ګډونوال دا خبره کوي‌.

د یادونې وړ ده چې دا یوه آزاده سروې وه چې د آی پي په مټ تر سره شوه او هیڅ کس نه شوای کولای چې دوهمه رایه پکې وکاروي‌.

د خبریال ډاټ کام اداره د دغې ټولپوښتنې د پایلو په خپرولو د افغان حکومت او اړوندو نړیوالو بنسټونو څخه د بحران کابو کولو په موخه هیله کوي چې د افغان ولس ټولیز درک او شعور ته درناوي وکړي او د کړکېچ سرچینې مهار کړي. دغه راز د ټولو ګډونوالو څخه په ټولپوښتنه کې د ګډون په پار مننه کوي.

په درناوي

د خبریال ډاټ کام اداره

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.