The news is by your side.

امریکایي او ایراني چارواکو له ملا برادر سره جلا لیدنې کړې

خبریال وېب پاڼه/د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ایران خانګړي استازي د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له مشرانو سره جلا لیدنې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ویډیویي کانفرانس له لارې د وسله والو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره د بین الافغاني خبرو په پیل او د افغان ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو غږېدلی دی. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي هم په دوحه کې له طالب مشرانو سره لیدنه کړې ده.

د شنونکو پمپیو او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی داسې مهال له طالب مشرانو سره خبرې کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې خپل حضور صفر کړي خو ایران په دې لټه کې دی چې له طالبانو سره اړیکې تودې کړي او په دې سره په افغانستان کې خپله د اوبو جګړه او نورې ورته ګټې خوندي وساتي.

په دوحه کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټري پیغام کې ویلي دي چې په دې لیدنه کې پر بین الافغاني خبرو بحثونه وشول او په وینا یې طالبانو ویلي چې دوی هوکړې ته ژمن دي او د هغه له مخې به د بین الافغاني خبرو لپاره تیار وي. ملا برادر دغه راز ویلي همدا چې په هوکړه کې ټاکل شوي بندیان یې له بند خوشي شي نو دوی بین الافغاني خبرو ته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال هم د هېواد په بېلا  بېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو لخوا جګړه روانه ده او په تاوتریخوالي کې هېڅ کمی نه لیدل کېږي خو په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالب استازو سره په خبرو کې ویلي چې د دوی بر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی کم او یا بیخي صفر شوی دی خو ټینګار کوي چې دغه ډله باید د افغان ځواکونو پر وړاندې هم جګړه ودروي.

مایک پمپیو ویلي دا چې طالبانو په لویو ښارونو کې بریدونه نه دي کړي په دې مانا ده چې دوی تاوتریخوالی کم کړی دی، خو جګړې باید نورې هم کمې شي. طالب او امریکایي لوري ټینګار کړی چې ټولې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره هڅه وکړي.

وسله والو طالبانو همدا راز له امریکا غوښتي چې په ګوانتنامو کې بندي افغانان او په کابل کې د دوی یو بندي چې په وینا یې حاجي بشر نومېږي، له زندان خوشی کړل شي. دا چې نومول شوی بندي په کومو جرمونو او جنایتونو کې لاس لري، په هکله یې معلومات په ډاګه شوي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.