The news is by your side.

په افغانستان کې د امریکا او روسیې وروستی نیابتي کړکېچ

خبریال وېب پاڼه/له تېرو څو ورځو را هیسې په امریکا، روسیه او سیمه کې دا خبر چې ګواکې روسیه په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره وسله والو ته انعامونه ورکوي، جدي بحثونه روان دي.

امریکایي رسنیو او په دغه هېواد کې د ګڼو سیاسي مشرانو تر منځ په افغانستان کې د روسیې لخوا د امریکایي پوځیانو د وژلو پر سر د جایزې ټاکلو استخباراتي معلوماتو باندې تاوده بحثونه روان دي. ډیموکراتانو او یو شمېر نورو سیاسیونو په ټرمپ باندې یو ځل بیا د نیوکو څپه تونده کړې ده.

ټرمپ دوه ورځې وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې د څو استخباراتي امریکایي چارواکو په حواله یې خپور کړی ؤ او ویلي یې وو چې په افغانستان کې روسیې د دوی د پوځیانو د وژلو لپاره یې وسله والو ته لویې جایزې ټاکلې وې.

تېره ورځ د امریکا را  روانو ټاکنو ته ولاړ نوماند جو بایډن هم په ټرمپ باندې نیوکه لرله چې ولې خپل استخباراتي معلومات تکذیب کوي او په لوی لاس د روسیې ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د سنا مجلس استازو هم د دغه هېواد له استخباراتي ادارو څخه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر د روسیې د انعام په اړه وضاحت غوښشتی دی. د امریکا د سنا مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي دي چې د امریکا استخباراتي ادارې دې ژر تر ژره دوی ته په افغانستان کې د دوی د سرتېرو پر وړاندې د روانې سناریو حال ورکړي.

بل پلو سپینې ماڼۍ بیا ویلي دي چې د دغه راپورونو په سپینه ماڼۍ کې د نظر یووالی او همغږي نه شته ده. په همدې وخت کې د ولسمشر ټرمپ سویاندې بیا رسنیو ته په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې ټرمپ ته دا خبرې د باور وړ نه دي.

اوس مهال امریکا کې د دغې پېښې په هکله تاوده بحثونه روان دي او ګڼ شمېر سیاسیون او دولتي چارواکي د دغې موضوع د روڼتیا غوښتنه کوي.

دوې ورځې وړاندې په امریکا کې د روسیې سفیر له امریکا څخه په روسیه باندې د تور سپیناوی وغوښت او زیاته یې کړه چې امریکا اوس په افغانستان کې د خپلې ماتې لپاره پړه پر نورو هېوادونو ور اچوي.

که څه هم وسله والو طالبانو دغه خبر رد کړی دی او وایي چې دوی له هېڅ لوري سره اړیکې نه لري خو په افغانستان کې ټولې ترهګرې دلې د همدې وسله والو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.