The news is by your side.

فیصل؛ طالبان هره اونۍ ۲۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي

خبریال وېب پاڼه/د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په تازه ارقامو کې اعلان شوي دي چې وسله وال طالبان هره اونۍ په منځني ډول ۲۴ ملیکانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د سولې له هوکړې را په دېخوا په افغانستان کې هره اونۍ په منځني ډول ۲۴ ملیکانو ته مرګ ژوبله اړوي.

نوموړي په خپل ټویټري پیغام کې زیاتوي چې دغه وسله واله ډله هره اونۍ شاوخوا ۴۴ بریدونه کوي چې په ترڅ کې یې ۲۴ ملکیان یا شهیدان او یا هم په کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان کوي.

د امنیت شورا داسې مهال د دغو ارقامو یادونه کوي چې به دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا پر ملکي وګړو باندې بریدونه او هدفي وژنې د تېرو قابو دوو لسیزو په پرتله ډېرې کړې دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په جنوب غرب حوزه کې د سړک غاړې ماینونه، پر ملکیانو باندې د هوان بریدونه او ورته پېښې زیاتې شوې دي.

پرون دوشنبې هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د هاوان په فیر شوي برید کې شاوخوا ۲۳ ملکیان شهیدان شول او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان هم شول. دغه برید د عامو وګړو پر یوه دودیزه مېله باندې شوی ؤ چې په کې له یادو شویو ارقامو سربېره ګڼ شمېر څاروي هم په نښه شوي وو.

نن سه شبنې هم په دغه ولایت کې د ولسي وګړو پر یوه موټر باندې د ماین چاودنه شوې ده او په کې سپاره دری کسان چې ملکي وګړي وو، شهیدان شوي دي او یو یې ورڅخه سخت ټپي دی.

دغې پېښو د حکومت او عامو افغانانو اندېښنې زیاتې کړې دي او سولې ته غځېدلې لار یې نوره هم پیچیده کړې ده.

وسله وال طالبان که څه هم په ظاهره د دغو بریدونو پړه نه مني خو د دولتي سرچینو په حواله دوی په ټولو بدمرغیو کې لاس لري.

طالب ترهرګرو څه د پاسه څلور میاشتې وړاندې د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې باید له افغان ځواکونو سره په جګړه کې هم کمی را وستلی وی او اوربند یې کړی وای خو برعکس دغې وسله والې ډلې په ټولو ولایتونو کې خپل تاوتریخوالی په مراتبو لوړ کړ او زرګونه افغانانو ته یې مرګ وبله واړوله.

د امنیت شورا ویاند په خپل پیغام کې ویلي دي چې د دوحې تړون هغه مهال بریالی کېدلی شي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او مخامخ خبرو ته لار هواره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.