راشد خان د روانې پېړۍ ارزښتمن لوبغاړی اعلان شو

خبریال وېب پاڼه/د افغان کرېکټ ملي لوبډلې آلرونډر او ګوګلي ماسټر راشد خان آرمان د ويسډن کرکټ مجلې لخوا د روانې ۲۱ مې پېړۍ تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی اعلان شوی دی.

د ويسډن کرکټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې ګوګلي ماسټر او وتلی ستوری راشد خان د روانې ۲۱ مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړى اعلان کړى دى.

راشد خان چې څو ورځې وړاندې یې مور بي بي د ورپښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده، په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان لپاره ستر ویاړونه راوړي دي چې په همدې لړ کې یې په نړیواله کچه هم ځانته بې کچې مینوال موندلي دي. نوموړی تر اوسه په ګڼو لیګونو کې لوبېدلی دی او په ټوله نړۍ کې ځانګړي مینوال لري.

د ویسډن کرېکټ مجله چې په کرکټ کې د لوبغاړو ارزښت ته له بېلا بېلو اړخونو پام کوي، په خپله وروستۍ ګڼه کې د نړيوالو شل اوريزو لوبو هغه ٢٠ لوبغاړي غوره کړي دي، چې د دوى په وېنا په دغه سياليو کې تر ټولو زيات ارزښت لري. دوى هر لوبغاړي ته نومرې ورکوي چې MVP Rating ورته وايي او دا چاره کريکويز ترسره کوي.

کريکويز وايي، کله چې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره شوې، نو فکر کېده چې دا لوبې به يوازې د توپوهونکو لوبولی شي او توپ اچونکي به په دې سياليو کې هغه ډول ونه ځلېږي، لکه په نورو سياليو کې چې ځلېږي.

سرچینه زیاتوي چې دا سوچ له دې امله کېده چې شل اوريزې سيالۍ د چټکې توپوهنې لپاره ډېرې ښې وې او توپوهونکو پکې چټکې توپوهنې ته دوام ورکاوه، خو بيا دا فکر غلط ثابت شو چې شل اوريزې سيالۍ يوازې د توپوهونکو سيالۍ دي، ځکه توپ اچونکو په دې سياليو کې هم ځان ثابت کړ او د نړيوالو شل اوريزو سياليو په ٢٠ غوره لوبغاړو کې توپ اچونکي هم راغلي دي چې په لومړيو پنځه و لوبغاړو کې بيا درې توپ اچونکي هم شامل دي.

د افغانستان ګوګلي ماسټر راشد خان د کريکويز په MVP Rating کې ٧.١ نومرې ترلاسه کړې دي او دا تر نورو ټولو لوبغاړو ډېرې دي. هغه ٢٩٦ ويکټې ترلاسه کړې دي چې ٢١١ يې په شل اوريزو سياليو کې د ١٧.٢٢ په اوسط ترلاسه کړې دي.

په همدې ترڅ کې د هند جسپريت بومرا هم تر راشد خان وروسته دی، بومرا په دغه درجه بندۍ کې دويم مقام خپل کړی دى او په دريم مقام بيا د اسټراليا توپوهونکى ډيويډ وارنر راغلى دى.

سنيل ناران بيا په څلورم مقام کې راغلى دى او په پاتې لوبغاړو کې بل توپ اچونکى د سريلانکا لاسيت ملينګا دى چې اتم مقام يې ترلاسه کړى دى.

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن هم په دې وروستیو کې ښه ځلېږي خو دغې مجلې یې په هکله ځانګړې یادونه کړې نه ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum