The news is by your side.

طالبانو د سنګین ولسوالۍ په برید کې بهرني راکټونه کارولې

خبریال وېب پاڼه/په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د وسله والو طالبانو لخوا پر ملکي وګړو د هاوان د برید په هکله نوي جزیات خپاره کړي دي او وایي چې دغې ترهګرې ډلې بهرنۍ مرمۍ کارولې دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو په خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي دي چې وسله والو طالبانو پرون د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په یوه دودیزه مېله باندې د هاوان برید کړی دی او په وینا یې دغه برید کې یې بهرنۍ مرمۍ کارولې دي.

د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي په یوه ویډیویي اعلامیه کې ویلي دي چې وسله والو طالبانو په دغه برید کې چې شاوخوا ۲۳ ملکي وګړي شهیدان شول او تر ۱۵ زیات په کې ټپیان هم شول، له بهرنیو ملکونو څخه په اخیستل شویو راکټونو دغه برید کړی دی.

نوموړی همداراز زیاتوي چې تېره ورځ افغان پوځیانو په سنګین ولسوالۍ کې هېڅ ډول توپچي برید نه دی کړی او د وسله والو طالبانو ادعا یې دروغ وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم په هلمند کې د طالبانو لخوا خښ شوي د سړک غاړې ماین د دریو ملکي وګړو ژوند واخیست او یو بل یې سخت ټپي کړی دی.

ښاغلي احمدزي همداراز ټینګار کړی دی چې طالبان دغه راکيټونه د بهرنیانو په مرسته هلمند ته راوړي او دلته يې په ګډه جوړوي، وروسته پرې ملکیان او نظامیان وژني.

هغه زیاته کړې، د سنګین پرونی موټر بم برید د طالبانو کار دی او خلک دې زیات متوجه و اوسي.

احمدزي ټینګار کړی دی چې طالبان د خلکو له کورونو استفاده کوي، کله چې ملکیان ووژني، بیا یې پړه پر افغان حکومت اچوي.

د یادونې وړ ده چې نن د ملي امنیت شورا په خپل وروستي بیان کې هم د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشاره وویل چې طالبان هره اونۍ په منځني ډول ۲۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د نوموړي په وینا هره اونۍ کې د طالبانو لخوا شاوخوا ۴۴ بریدونه کېږي چې ګڼ ملکي او نظامي وګړي ورڅخه زیانمن کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.