The news is by your side.

څو چې پاکستان و نه غواړي، افغان سوله ناشونې ده

خبریال وېب پاڼه/د مایکل روبین په نوم یو غربي سیاستوال او شنونکی په خپله وروستۍ مقاله کې لیکي چې تر څو پاکستان په عملي توګه د افغان سولې په بهیر کې کوټلي ګامونه وانخلي، دغه هېواد به هېڅکله د سولې خاوند نه شي.

مایکل روبین په خپله وروستۍ مقاله کې چې عنوان یې (پاکستان څرنګه په افغانستان کې خپلې ژمنې پوره کولی شي) دی، لیکلي دي چې دغه هېواد د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مختلفو ترهګرو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

د لیکوال په وینا پاکستان هر کال سلګونه ملیونه پاکستانۍ روپۍ مصرف پرې کوي او په وینا یې تر څو چې دوی اړ نه کړل شي، په افغان سوله کې به هېڅکله عملي ګام پورته نه کړي.

مايکل روبین وايي، تر هغو چې په پېښور، کوټه، وزيرستان، کراچۍ او نورو کليدي ښارونو کې د ترهګرو خوندي پناه ځايونه او روزنځايونو وي، تر هغو په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

ليکوال وايي، د افغانستان سوله د پاکستان له هغه عملي اقدام سره تړلې ده چې غواړي د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي؟

د نوموړي په وينا، پاکستان هر کال پر دغو روزنځايونو او ترهګرو سلګونه ميليونه پاکستانۍ کلدارې مصرفوي او په بدل کې يې د اسيا په زړه کې ټولې لوبې پخپله ګټه څرخولې دي، نو له دې رول څخه د پاکستان د ګرځولو لپاره عملي اقداماتو ته اړتيا ده.

په دې ليکنه کې کابل ته د پاکستان د ستخباراتي پلاوي وروستي سفر ته اشاره شوې ده، چې له عملي اقداماتو پرته دغه سفرونه نتيجه نشي ورکولی او هسې د وخت ضایع ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي کچه په بې سارې توګه زیاته شوې ده او ټول هغه جنایتونه چې څو کاله په منځني ختیځ کې د داعش لخوا ترسره کېدل، اوس یې افغانستان په عملي ډول شاهد دی.

د ليکوال روبین په وينا، هغه ترهګر چې پاکستان يې ملاتړ کوي هر کال په افغانستان کې زرګونه عام خلک وژني او دې کار د پاکستان پر وړاندې نفرت اوج ته رسولی دی او په مينه د دې نفرت اړول د سولې پروسې سره په مرسته کې له عملي ګامونو پرته نه کېږي، نو په وینا یې ځکه خو پاکستان د طالبانو په ګډون خپلو لاسپوڅو ترهګرو ډلو باندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

په ليکنه کې د پاکستان پر اقتصاد او سياست د دې وضعيت اغېزو او په افغانستان کې د جګړې د دوام پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.