The news is by your side.

کرکټ بورډ د دولت ځدران قراداد فسخه کړی

خبریال وېب پانه/  د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د دولت ځدراڼ قرارداد لغوه کړی.

د یادې د ډسېپلین کمېټه وایي، د دولت ځدراڼ قرارداد یې له دې امله فسخه کړی، چې نوموړي د ډسېپلین له قوانینو په ټولنیزو شبکو کې سرغړونه کړې ده.

دولت ځدران شاوخوا درې میاشتې مخکې د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په میاشت کې د کرکټ بورډ په مشرۍ او غوراوي کمېټې نیوکې کړې وې او ویلي یې  خو د دې نیوکې ډيره موده وروسته کرکټ بورډ د هغه قرارد لغوه اعلان کړوو چې له ده سره د مور او میرې چلند کیږي.دولت ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دی.

هغه مهال دولت ځدراڼ په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو:

(( له نړیوال جام راپه دېخوا په ټولو سیالیو کې پرته له کوم دلیله نه یم لوبیدلی، زه روغ جوړ او هېڅ ستونزه نه لرم ، مسوولین راسره زیاتی کوي، د زمبابوې، بنګله دېش او ویسټنډیز خلاف یې په یوې سیالې کې هم چانس رانه کړ.))

نوموړي په خپله لیکنه کې د بورډ د سلېکشن کمېټې پر غړو هم نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې ده ته د دروغو ژمنې ورکوي او بیا یې نه عملي کوي.

ځدران په ټینګار سره ویلي وو چې د یادې کمیټې مشر د بل هیواد دی او په ډیرو سختیو یې راغواړي او همدا لوی لامل دی چې ښه ټاکنه هم نه شي کولای.

هغه په خپله لیکنه کې د کرکټ بورډ په ادارې هم نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې ډلې ټپلې په کې جوړې دي او یوشمیر کسانو پکې مافیایي کړۍ جوړه کړې ده.

په کرکټ بورډ له ډیرې مودې راهیسې نیوکې دي چې ډیری ځوانان په لوی لاس له کرکټه زړه تورن کوي او هغو کسانو ته چانس ورکوي کوم چې د کرکټ بورډ له مافیایي کړۍ سره اړیکه ولري.

د کرکټ بورډ د ډسېپلین کمېټې یوه غړي صبغت حمید رسنیو ته ویلی، چې دولت ځدراڼ د همدغو قوانینو له ماتولو وروسته د ډسېپلین کمېټې له غبرګون سره مخ شو.

نوموړي ویلي، چې کرکټ بورډ د دولت قرارداد د شپږو میاشتو لپاره لغوه کړی دی.

نوموړی وایي هېڅ لوبغاړی چې له کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد ولري په خپل سره د کرکټ اړوند مسایل رسنیز کولای نه شي او دا کار دولت ځدراڼ کړی وو.

حمید زیاته کړه کرکټ بورډ ادارې دولت ځدراڼ ته د سپيناوي په خاطر درې ورځې وخت هم ورکړی وو خو نوموړی کمیټې ته حاضر نه شو او همدا د دې لامل شو چې قرارداد یې لغوه اعلان شو.

د ډسېپلین کمېټې ویلي دولت ځدراڼ په دې ۶ میاشتو کې یا غیر رسمي موده کې هم کولی شي چې په داخلي او نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.

دولت ځدران په کابل کې روان روزنیر کمپ کې هم نه دی له دې پریکړې وروسته نه دی ټاکل شوی.

د کرکرټ څارونکي او شنونکي تل په دا دول پریکړو کې د کرکټ بورډ ادارده ملامتوي او وایي، چې دوی د احساساتي  او د لوبغاړو د زړه ماتولو په خاطر پریکړې په عاجل ډول کوي او دا د دې لامل شوی چې له حمید حسن وروسته افغان لوبډلې ښه تیز توپ اچوونکی نه دی موندلی.

دولت ځدران بیا تراوسه د خپل قرارداد د لغوه کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.