چین کې څېړونکو د خوګ انفلوانزا نوی ویروس موندلی
خبریال وېب پاڼه/ له کرونا وروسته په چین کې یو نوی خطرناک ویروس کشف شوی دی.
په چین هیواد کې څېړونکو د خوګ انلفونزا داسې نوی ویروس موندلی، چې د وبا را منځ ته کولو وړتیا لري.
څیړونکي وایي، دا ویروس هم که له وړاندې کنترول نه شي نو د کرونا په څیر خطرناک ثابتیدلای شي.
څیړونکو دې ویروس ته (G4) نوم ورکړی او ویلي یې دي، چې دا د (H1N1) په نوم له هغه ویروس څخه ترلاسه شوی ویروس دی، چې په ۲۰۰۹م کال کې یې وبا را منځ ته کړې وه.
دغه ویروس په تړاو څېړنه وړمه ورځ د امریکايي پيناس ساینسي ژورنال کې خپاره شوې ده.
په ۲۰۰۹م کال کې، د (H1N1) په نوم ویروس په نړۍ کې د اټکل له مخې له ۱۵۱ زرو څخه تر ۵۷۵ زرو کسان وژلي وه.
کرونا ویروس هم په لومړي ځل د چین هیواد په ووهان ایالت کې راپيدا او وروسته یې د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه وکړه.
کرونا ویروس د چین هیواد سربیره د نړۍ زیات شمیر هیوادونه له اقتصادي بحران او تاوان سره مخ کړل او اوس هم د دې ویروس زیانونه دوام لري.
کرونا ویروس د تولو هیوادونو اقتصادي اړیکې سره ګډې وډې کړې او دا د دې لامل شو چې یو شمیر هیوادونو د اقتصادي بهران سره مخ شي.
دا ویروس لاهم په ټوله نړۍ کې په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه یې د ځپل شویو کسانو شمېر تر لس ملیونه اوښتی دی.
د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر لس ملیونو واوښت او د دغې وباه له امله د مړو شویوکسانو شمېر هم تر نیم میلیون زیات شوی دی.
امریکا دنړۍ یو له هغو هیوادونو شمیرل کیږي چې لا هم د د کرونا ځپلو او د دغې وبا له امله د مړو په کتار کې لومړی ځای لري.
په دغه هېواد کې د کرونا له امله څه د پاسه ۲۵۹۶۵۳۷ کسان اغېزمن شوي دي او د مړو شویو کسانو شمېر یې هم د ۱۲۸ زرو نه بره دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په فلوریډا کې ثبت شوې دي.
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه ایالت کې ۹۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰۸۱۵۲۲ ته رسېدلی دی. همدا راز په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۵۰۱۲۹۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
تېره ورځ په امریکا کې له تېرې اپریل میاشتې را په دې خوا د کرونا ځپلو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه چې کابو ۴۰ کسان تازه په دغې ناروغۍ باندې اخته شوي وو.
امریکا د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا له بحران څخه زیاته ځپل شوې ده،چې تر ۴۰ میلیونه زیات وګړي یې بې روزګاره شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.