The news is by your side.

ننګرهارکې د کرنې ریاست د شاتومچیو تاریخ تیرې درمل ویشلي

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت یوشمیر اوسیدونکي وایي د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د شاتو مچیو پر روزونکو تاریخ تیري درمل ویشلي دي.

عزیزالله عزیز د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی وایي د کرنې ریاست دې د شاتو مچیو تاریخ تیرې درملو ویش بند کړي او پرځای دې سم او مناسب درمل پر دوی وویشي.

نوموړی وایي په دې ولایت کې تیره اوسنۍ د کرنې او مالدارۍ ریاست دوه ډوله د شاتو مچیو درمل ویشلي یوو چې یو یې په پاکټ او بل یې په بوتلونو کې وې.

د عزیزپه خبره په ویشل شویو درملو کې د ځینو یې تاریخ تیر دی او کرنې ریاست باید دې برخې ته پام وکړي.

د شاتو مچیو روزونکي وایي دوی تاریخ تیرې درمل بیرته د کرنې ریاست ته سپارلي دي.

د شاتو مچیو کارو باریان وایي که دوی تاریخ تیري درمل خپلو مچیو ته ورکړي نو دا کار به یې مچیو ته ډیر زیان ورسوي.

دوی ګیله لري او وایي ډیر کله یې یاد ریاست د ستونزو پرمهال غږ نه اوري خو کله یې، چې اوري بیا تاریخ تیري درمل ورکوي.

د شاتو مچیو روزونکي وایي دا یې په تیرو لسو کلونو کې لومړۍ مرسته وه چې ورسره یې ترسره کړې او په خبره یې دا ستونزه یې چې شریکه کړه د کرنې ریاست پرې هیڅ غوږ ونه ګراوه.

بل لورته د کرنې ریاست مسولین هم مني چې دوی تاریخ تیري درمل ویشلي دي.

د ننګرهار کرنې د ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، چې درمل تاریخ تیري دي خو په خبره یې، د کرنې وزارت له لوري دوی ته ویل شوي چې دغه درمل چې تاریخ یې تیردی یوکال نورهم کارکوي.

نوموړی وایي دوی د دې درملو د ویش لړۍ درولې او دا ستونزه یې بېر ته د کرنې وزارت سره شریکه کړې خو زیاتوي تراوسه یې هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یوشمیر کروندګر بیا د کرنې ریاست په بې غورۍ تورنوي او وایي له دې سربیره ډیری نور کارونه یې هم ګډو وډ او اغیزمن نه دي.

کروندګر په ډیرو برخو کې د ستونزو یادونه کوي او وایي هیڅکله د کرنې ریاست ورسره پر وخت مرسته نه ده کړې او نه یې هم غږ چا اوریدلی دی.

د کرنیزو چارو پوهان هم په دې باور دي چې هیڅ تاریخ تیري درمل ګټور نه شي ثابتیدلای او باید اړونده ادارې دې برخې ته پام وکړي ځکه د شاتو مچیو روزونکو په خپله برخه کې تر خپلې وسې ډیره پانګونه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.