The news is by your side.

هېواد کې د ژورنالېزم کورنۍ ۱۰ سلنه کارکوونکي کرونا نیولي

خبریال وېب پاڼه/نن سه شنبې د روانې جون میاشتې ۳۰ مه نېټه د نی مشر په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې تر بل هر سکټور د ژورنالېزم کورنۍ غړي په کرونا وبا ډېر اخته شوي دي.

د نی مشر مجیب خلوتګر رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې تر بل هر سکټور د ژورنالېزم کورنۍ زیاته زیانمنه شوې ده او په وینا یې تر اوسه کابو ۹۵۳ د رسنیو کار کوونکي په دغې وبا باندې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملي تلویزیون یو ځوان خبریال هم د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره یا (نی) وایي، په ټول هېواد کې د رسنیو ۹۵۳ کارکوونکي په کرونا اخته او شپږ تنه نور مړه شوي دي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا، مرکزي ولایتونو لکه پروان، لوګر، کابل، پنجشېر او کاپیسا کې شاوخوا ۵۶۸ کارکوونکي په کرونا اخته شوي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د مشرقي ولایتونو رسمي ارقام له دوي سره نه‌دي شریک شوي او یوازي د پنځه کارکوونکو د اخته کېدو راپور دوی ته راغلی دی.

ښاغلي خلوتګر د انلاین رسنیو کارکوونکو ته په اشارې سره وویل، چې په انلاین رسنیو کې په کرونا د اخته کسانو ګراف صفر دی.

ښاغلي خلوتګر د رسنیو له ناسم اقتصادي وضعیت څخه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ډيری رسنۍ دکرونا وبا رامنځته کېدو وروسته له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوې دي چې د کارکوونکو د معاشونو د نیمایي کېدو او یا نه ورکولو لامل هم شوی دی.

ښاغلي خلوتګر وویل:

دم ګړۍ په ټول هېواد کې د کوویډ۱۹ اخته کسانو شمېر ۳۱،۲۳۸ ته رسېدلی چې له دې ډلې ۱۳،۹۳۴ تنه بیرته رغیدلي او ۷۳۳ نورو خپل ځانه له لاسه ورکړي دي.

د یادونې وړ ده چې په شمالي ولایتونو کې د رسنیو شاوخوا ۱۲۰ کسان په کرونا وبا اخته شوي دي، په داسې حال کې چې په سویل ختیځو ولایتو کې بیا دا شمېره لوړه ده او هلته څه د پاسه ۱۷۱ د رسنیو کار کوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.