The news is by your side.

بالیووډ سینما له اوږدې دمې وروسته بیا پرانیستل کېږي

خبریال وېب پاڼه/وړمه ورځ د بالیووډ سینما له څه د پاسه دری میاشتني قرنطین او دمې وروسته اعلان وکړ چې په نیږدې راتلونکي کې به د بالیووډ ۷ فلمونه په آنلاین بڼه خپاره شي.

تېره ورځ د هندي سينما د يو شمېر نوموتو فلمي ستورو د ٧ فلمونو په اړه اعلان وشو، چې دا فلمونه به په راتلونکو څو ورځو کې په انلاين بڼه خپاره شي، خو له دې يوه ورځ وروسته وويل شول چې (سوريا ونشي) او (٨٣) فلمونه انلاين نه خپرېږي، بلکې دا به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي چې د روهيت شيټي له لوري جوړ شوى فلم (سوريا ونشي) او د کبير خان له لوري جوړ شوى فلم (٨٣) به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د هندي سينماګانو مسوولينو اعلان کړى دى، چې «سوريا ونشي» فلم به د ديوالي په ورځ په سينماګانو کې خپور شي، دغه راز (٨٣) فلم به بيا د کرسمس په ورځ په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د کبير خان په ډايريکټرۍ کې جوړ شوى فلم (٨٣) کې د هند د ١٩٨٣ کال د نړيوال جام ګټلو کيسه ښودل شوې ده، چې په دې فلم کې رنوير سينګ د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر کپيل ديو رول لوبولى دى او د هغه د مېرمن رول بيا دپيکا پاډوکون لوبولى دى.

همدا راز د روهيت شيټي په ډايريکټرۍ کې جوړ فلم (سوريا ونشي) کې اکشى کمار او کترينه کېف مرکزي رولونه لوبولي دي او دا فلم د پوليسو په اړه جوړ شوى دى او د روهيت شيټي د پوليسي فلمونو د لړۍ نوى فلم دى.

د يادولو وړ ده چې روهيت شيټي تر دې مخکې د (سنګم)، (سنګم ريټرنز) او (سمبا) په نوم فلمونه جوړ کړي دي، چې په لومړي دوه فلمونو کې اجى دېوګن او په دريم فلم کې بيا رنوير سينګ کار کړى دى.

نوموړى په پرلپسې ډول داسې فلمونه جوړوي چې د هندي پوليسو ستاينه او د هغوى مېړانه پکې ستايل کېږي.

بل لوري ته بيا لکشمي بومب، سړک ٢، بوج: د پرايډ اف انډيا، خدا حافظ، لوټ کېس او دي بيګ بول هغه فلمونه دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ډزني په انلاين وېبپاڼه کې خپاره شي. دغې فلمونو ته له هند پرته د نړۍ په کچه هم ګڼ مینوال شېبې شماري.

د کرونا وبا له امله جوړ شوی اوږد ګرځبندیز په ټوله نړۍ باندې غمېدلی دی او ګڼو خلکو خو له کار سربېره خپل ذهني توازن هم په کې له لاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.