The news is by your side.

قریشي د کرتارپور لپاره زارۍ کولې خو چمن نه خلاصوي

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور خان پشتین وایي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کرتار پور لارې د خلاصولو لپاره په وار وار هند ته زارۍ وکړې خو په چمن باندې په خپله چوپ دي ځکه پښتانه زیانمن کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور خان پشتین وایي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کرتار پور لارې د خلاصولو لپاره په وار وار هند ته زارۍ وکړې چې دغه لار خلاصه کړي تر دې چې پرون دغه سوداګریزه لاره خلاصه شوه خو په چمن کې دا څو ورځې لاریون هم دی، په خپله یې بنده کړې ده.

نوموړی وایي پاکستان ته حتی تر پښتنو د دوی دوښمن هندوان هم ارزښت لري او د پنجابیانو د ګټې لپاره ورسره هر راز اړیکې پالي خو پښتانه په ځلونو چینې ورته وهي چې زموږ ټوله سوداګریزه راشه درشه د فرضی کرښې له برې غاړې سره ده.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر علي وزیر د چمن لاریون والو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې که پاکستان د چمن لارې تر راتلونکو دوو ورځو خلاصې نه کړي، دوی به د لاریونونو لمن نوره هم وغځوي او لوی پرلتونه به پیل کړي.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ په ګرم بازار کې لګیا دی او وخت نا وخت د همدې ترهګر سالارۍ له امله د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې ژوند غوښتونکي او د لوی افغانستان ارمانجن پښتانه ځي او په مرموز ډول یې په شهادت رسوي.

په دې وروستیو څو کلونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر وړاندې را پورته شوی دی او هڅه کوي د پښتنو لپاره مبارزه وکړي چې پاکستان ورسره په دې برخه کې هم ظلم او زیاتی جاري ساتي.

د چمن تاجران او ځايي‌ خلک وايي د پاک افغان تجارت تر څنګ دې دغه پوله د ځايي تجارت لپاره هم پرانیستل شي او په زرګونو بې روزګاره شوي خلکو ته دې بیا د کار روزګار اجازه ورکړل شي.

احتجاج کوونکو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د چمن او سپین بولدک تر منځ لویه لاره بنده کړې ده چې یواځې له کبله یې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو لپاره د لوجسټک سامانونو کانټینر لارۍ او نور خوراکي توکي هم بند کړي دي.

منظور پشتین همداراز په خپلو څرګندونو کې وایي چې د چمن د خلکو له اوږدو اعتراضیه غونډو سربېره بیا هم پاکستاني ریاست چوپ پاتې دی او نه پرېږدي چې د چمن په اوږدو کې له برې پښتونخوا سره پرتې دروازې خلاصې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.