غني او عبدالله له خلیلزاد سره په بین الافغاني مذاکراتو غږېدلي

خبریال وېب پاڼه/له سپېدار ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په افغان سوله او له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو باندې غږدېدلي دي.

د سپېدار ماڼۍ خپرپاڼه وایي چې ولسمشر اشرف غني او مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله له خلیلزاد سره د یوه ویډیویي کانفرانس له لارې د بین الافغاني خبرو په پیل او دغه راز د بندیانو په تبدله خبرې کړې دي.

په دې ورستیو کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل کېدو لپاره هلې ّلې زیاتې شوې دي او تمه ده په روانه جولای میاشت کې د دغې مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي.

د سپېدار ماڼۍ د خبر له مخې په دې ویډیوکنفرانس کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د بندیانو پر تبادلې او د بین الافغاني خبرو پر پېل باندې خبرې وشوې او ټولو لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولبې د پروسې پر پرمخ بېولو ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې امریکا په دې ټینګار کوي څو په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې او امن په مانا شي او امریکا چمتو ده چې په دې برخه کې خپلو ټولو همکاریو ته ادامه وکړي.

د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې له ولسمشر غني او د ملی پخلاینې له مشر عبدالله سره، د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې کړي چې زلمي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره د سفرونو نوې لړۍ پېل کړې ده.

ټاکل شوې چې د بین الافغانی خبرو د پېل لپاره د سفر دې نوي پړاو کې خلیلزاد قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې پرون د په کابل کې د پاکستان سفیر هم ویلي وو چې تمه ده په را روانو دوو میاشتو کې له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې پیل شي، هغه نظر او وړاندوینه چې له نورو سره سره متفاوته وه.

شنونکي په دې باور دي چې پاکستان نه غواړي په دومره اسانۍ افغان سوله بریالۍ او وسله وال طالبان چې د پاکستان کلک ملاتړ له ځان سره لري، د مذاکراتو مېز ته کېني. دوی زیاتوي چې اوس یې هم لوبه په خپله ګټه را څرخولې ده او د وسله والو طالبانو هغه جنګیالي له بنديخانو آزادول غواړي چې دوی ورته لویې روزنې ورکړې او جنګي مهارتونه یې لوړ دي.

په ظاهره طالبان وایي چې د دوی آزاد شوي طالب بندیان به په کورونو کې کېني خو د راپورنو له مخې ډېری یې د جګړې لومړيو لیکو ته تللي دي چې یو شمېر یې ورڅخه وژل شوي هم دي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum