ایران، روغتون کې اورلګېدنې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/د ایراني رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد د تهران په یوه روغتون کې د چاودنو له امله چې وروسته په اور لګېدنه اوښتی، ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه ناوخته شاوخوا ۸ بجې او ۴۵ دقیقې د ایران په تهران ښار کې یوه روغتون کې دوې چاودنې شوې دي چې وروسته ټول روغتون اور اخیستی دی. ایراني چارواکي وایي چې په پېښه کې تر اوسه ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۱۹ کسان په کې مړه او پاتې ۱۵ نور ټپیان دي.

د تهران چارواکی علي القصاصی مهر وایي چې پېښه په غالب ګومان د اوکسیجن د بالونونو د چاودنې له امله را منځته شوې ده او په خبره یې اور اوس مړ شوی دی او دوی اوس هم د مړو او ټپیانو په لټون بوخت دي.

هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي، په کې ښودل کېږي چې د دغې روغتون شاوخوا نورو ماڼیو ته هم د دغې اور لګېدنې لوګي پورته کېږي او په سیمه کې د امبولانسونو غږونه اورېدل کېږي.

ایراني چارواکي وایي چې د پېښې په هکله پلټنې کوي او کله چې بشپړ معلومات تر لاسه کړي، له رسنیو سره به یې شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران لا هم د کرونا وبا تر سخت برید لاندې دی او تر اوسه یې د کرونا له امله څه د پاسه لس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More